د لاس رسي وړ اتصالات

شپږو میاشتو کې ۱۲۱۳ ولسي افغانان وژل شوي- بشري حقونو کمیسیون


د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي‌ چې په تېرو شپږو میاشتو کې تاوتریخوالی ۱۱ سلنه زیات شوي
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي‌ چې په تېرو شپږو میاشتو کې تاوتریخوالی ۱۱ سلنه زیات شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي د ۲۰۲۰ په لومړیو شپږ میاشتو کې په ۸۸۰ امنیتي پيښو کې ۲۹۵۷ ملکي افغانان وژل شوي او ژوبل شوي.

کمیسیون نن سه شنبه جولای ۱۴ ( چنګاښ ۲۴) په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې په دغې موده کې د ښکېلو غاړو په پوځي عملیاتو کې ۱۲۱۳ تنه وژل شوي او ۱۷۴۴تنه ژوبل شوي دي.

راپور وايي د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله ملکي مرګ ژوبله ۱۱ فیصده کمه شوې ده.

تیر ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې دغه کمیسیون د ۳۳۳۸ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپور ورکړی و چې ۹۷۹ تنه وژل شوي وو او ۲۳۵۹ تنه نور ژوبل وو.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال محمد نعیم نظري خبریالانو سره د دغه راپور د شریکولو پر مهال وویل چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۶ ملکیان وژل شوي‌ او ژوبل شوي دي.

ښاغلي نظري وویل "د ۲۰۲۰ په لومړیو شپږ میاشتو کې د طالبانو د ډلې له خوا په مجموعي ډول ۱۹۱۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

د کمیسیون د راپور له مخې د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو د ۴۸.۵ فیصدو تلفاتو مسولیت طالبانو او د ۱۵.۵ فیصدو مسولیت د افغان امنیتي ځواکونو په غاړه دی.

د اسلامي دولت یا داعش ډله ۶.۳ فیصده ملکیانو او نړیوالو ځواکونه د ۲.۳ فیصده ملکي تلفاتو مسول ګڼل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ۳۳ فیصده او د ښځو په مرګ ژوبله کې صفر اعشاریه پنځه فیصده کموالی راغلی وو.

دا راپور وايي چې د طالبانو د عملیاتو په پایله کې د ملکي تلفاتو کچه د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیرکال ۲۰۱۹ میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله ۲۴ فیصده کموالی راغلی وو.

د راپور له مخې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو ۳۱ فیصده په هدفي وژنو کې، ۲۶ فیصده د سړک د غاړې او مقناطیسي مایونونو په چاودنو پيښ شوی دی.

د تیرکال د همدې مودې پرتله په ځمکنیو عملیاتو ،هوايي بمباریو او شپنیو عملیاتو کې په ملکي تلفاتو کې د پام وړ کموالی ښودل شوی دی.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵ پیښې ثبت شوي چې څلور یې وژل شوي او لس ژوبل دي.

کمیسیون په افغانستان د ټولو ښکیلو خواو څخه د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې او ویلي دي چې ښکیلې غاړې باید پر ملکي تاسیساتو او د افغان حکومت پر ملکي مامورینو، مرستې رسونې کارکوونکو باندې له بریدونو څخه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG