د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په پنجشیر کې یوه ښځه په ډزو وژلې ده 


د طالبانو جنګیالي
د طالبانو جنګیالي

د افغانستان د پنجشیر په ولایت کې د طالبانو مقامات تائیدوي چې وسله والو یې یوه ښځه په ډزو وژلې ده.

په پنجشیر کې د طالبانو د والي‌ ویاند ابوبکر صدیق نن سه شنبه جولاۍ ۱۹ (چنګاښ۲۸) امریکا غږ ته وویل چې دا پېښه د ابشار ولسوالۍ د «پرنګال» په سیمه کې شوې ده او په خبره یې یو کس یې د دغې پېښې په تړاو نیولی دی. نوموړي وویل چې دا یوه «غیر عمدي پېښه» وه.

د سیمې خلکو ویلي دي چې طالبانو دا ښځه دوې ورځې مخکې هغه مهال ووژله چې له خپل مېړه سره د څارویو څروولو لپاره غره ته ختلې وه. د سیمې خلک وايي دا ښځه ۳۵ کلنه وه او پنځه ماشومان ترې پاتې شوي ‌دي.

د ابشار ولسوالۍ یو اوسېدونکي، چې نغواړي‌ نوم یې په راپور کې ولیکل شي، امریکا غږ ته وویل چې طالبان د خلکو د کورونو او څړځایونو په منځ کې ځای په ځای شوي‌ او هېچاته د تګ او راتګ اجازه نه ورکوي.

ده وویل: «طالبانو ویلي‌ وو هېڅوک حق نلري چې غرونو ته ولاړ شي او که هرڅوک له اجازې پرته ولاړ، د مقاومت جبهې سره د اړیکو لرلو په شک به پرې برید وشي.»

خو په پنجشیر کې د طالبانو د والي ‌ویاند دا خبره رد کړه او وویل چې حقیقت نلري.

په تېرو څو میاشتو کې دا څوم ځلې دی چې په پنجشیر کې د طالبانو په بریدونو کې ځینې ولسي خلک په نښه کېږي او طالبان یې «تېروتنه او سوء تفاهم» بولي.

تر دې مخکې د «عنابه» په ولسوالۍ کې یو ځوان د طالبانو په ډزو ووژل شو چې بیا خلکو د طالبانو په ضد مظاهره وکړه او د هغه د قاتلینو د نیولو او محاکمه کولو غوښتنه یې وکړه.

طالبانو وویل چې تور کس یې نیولی دی خو د سیمې خلک وايي چې له لږ بند وروسته یې بېرته خوشې کړی دی.

XS
SM
MD
LG