د لاس رسي وړ اتصالات

پنجشیر او بغلان کې د طالبانو او 'مقاومت جبهې' تر منځ د جګړو رپوټونه ورکړل شوي


په پنجشیر او بغلان کې سیمه ایزې سرچینې وایي چې د جمعې ورځې راهیسې ددغو ولایتونو په یو شمیر برخو کې د طالبانو او مقاومت جبهې د ځواکونو ترمنځ نښتې پیل شوي او اوس هم روانې دي.

مقاومت جبهې د شنبې په ورځ جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۵) په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د بغلان ولایت د خوست په ولسوالۍ کې د یادې جبهې د برید په نتیجه کې درې طالبان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي‌ دي.

د یادې جبهې د معلوماتو له مخې، دا طالب جنګیالي تیره ورځ د یادې ولسوالۍ په "چرخ فلک" کلي کې د نښتې پرمهال وژل شوي دي.

د مقاومت جبهې په وینا نښتې د تیرې ورځې راهیسې د بغلان ولایت په خوست او د اندراب په درې ګونو ولسوالیو کې روانې دي.

بلخوا ځایي اوسیدونکي وایي چې طالبانو د تیرو دریو ورځو راهیسې په خوست فرهنګ ولسوالۍ کې د خپلو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره پراخ نظامي عملیات پیل کړي دي او ددغو عملیاتو مشري د طالبانو لوی درستیز مولوي فصیح الدین کوي.

د یادې ولسوالۍ د "سچي" سیمې یو اوسیدونکي امریکا غږ ته وویل چې دغې درې ته په سلګونه طالبان ورغلي او د سچي درې او یادې ولسوالۍ په یو شمیر نورو برخو کې ځای پرځای شوي دي.

دغه سیمه ایز کس د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ادعا وکړه چې د طالبانو چورلکو طالب جنګیالي د غرو لوړو ته لیږدولي او د اندراب په درې ګونو ولسوالیو او خوست فرنګ ولسوالۍ کې یې د مقاومت د جبهې مرچلې "بمبار" کړې.

په داسې حال کې ددغو عملیاتو د پیل خبر ورکول کیږي چې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب ته یو منسبوب پیغام کې چې تیره اوونۍ په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، هغه د طالب جنګیالیو د نافرمانۍ او بې مسولیتۍ څخه شکایت وکړ او هغوی ته یې د اوامرو د منلو په هدف په خدای قسم ورکړ.

ملا یعقوب د بغلان په یو شمیر سیمو کې د مقاومت جبهې پرمختګ ته په اشارې خبرداری ورکړ که "په نور کارونو او مناسبتونو او اختر مبارکیو مصروف شي، دا ډول ډیرې پیښې مخه ته راتلی شي."

پنجشیر کې جګړه

په پنجشیر کې سیمه ایزې سرچینې وایي چې یو ځل بیا ددغه ولایت د شتل، عنابه او خنج ولسوالیو په یو شمیر برخو کې د طالبانو او مقاومت جبهې د ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوي دي.

یوې سرچینې چې ویې غوښتل نوم یې په راپور کې ذکر نشي، امریکا غږ ته وویل چې طالبانو له څو برخو څخه په ارزو، شتل او زمانکور سیمو کې د مقاومت جبهې پر قرار ګاوو بریدونه وکړل چې پکې طالبانو ته تلفات هم رسیدلي دي.

د یاد ولایت اوسیدونکو ویلي چې د جمعې په ورځ د پنجشیر د خنج ولسوالۍ په "دشت ریوت قرار ګاه" باندې د طالبانو په برید کې د نورالله نورخیل په نامه د یادې جبهې یو وتلی قومندان او یو ملګری یې وژل شوي دي.مقاومت جبهې تر اوسه د نورالله نورخیل د وژلو په اړه څه ندي ویلي.

خو د طالبانو یو ویاند بلال کریمي امریکا غږ ته وویل چې پنجشیر کې ستوزنزه نشته خو د بغلان په خوست ولسوالۍ کې طالبانو "بغاوتګران" تعقیب کړي خو جګړه نده شوې.

XS
SM
MD
LG