د لاس رسي وړ اتصالات

د مقاومت جبهي‌ د طالبانو د 'نیول شوي قومندان' ویدیو خپره کړه 


د مقاومت جبهې غړي
د مقاومت جبهې غړي

په افغانستان کې د مقاومت جبهې د طالبانو د «یو نیول شوي قوماندان» ویدیو خپره کړې او وايي چې څو ورځې مخکې د پنجشیر په ولایت کې د طالبانو د څرخي الوتکې له وېشتلو وروسته یې ژوندی نیولی دی.

دا ویدیو نن یکشنبه جون ۲۶ (چنګاښ پنځمه) د مقاومت جبهې په رسمي ویبسایټ او ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

په ویدیو کې د «ملا حبیب الرحمن» په نامه یو کس خبرې کوي. د مقاومت جبهه وايي‌ چې هغه د طالبانو یو قوماندان دی. نیول شوی کس وايي چې له څو کلونو راهېسې د «خپلو مشرانو په توصیه» په افغانستان کې «جهاد» کوي او له خپلو ملګرو سره د «جهاد لپاره پنجشیر ته» تللی و. هغه وايي‌ «له امریکایانو سره مې جهاد کوه، اوس دلته امریکایان نشته او ټول د وطن خلک دي».

هغه وايي چې «په دې خاطر راغلي یو چې جهاد وکړو له ملګرو سره، کابل ته ځو، له ملګرو سره وخت تېروو، بیا راغلو پنجشیر ته او پنجشیر کې داسې واقعه پېښه شوه». د مقاومت جبهې څو ورځې مخکې وویل چې د طالبانو یوه الوتکه یې وېشتلې ده. طالبانو بیا وروسته تائید کړه چې یوې پوځي الوتکې یې په پنجشیر کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

په ویدیو کې غږېدونکی «ملا حبیب الرحمن» د الوتکې د وېشتلو کېسه کوي‌ او وايي چې په طیاره کې ناست و چې په کمین کې برابر شوو او په الوتکې ډزې وشوې خو «د خدای فضل و چې [الوتکه] صحیح سلامت په ځمکه کیناسته، ‌زه په طیاره کې ناست وم، زه لږ خوږ وم» خو نور چاته زیان نه دی رسېدلی.

معلومه نه ده چې دا ویدیو چېرې او کله ثبت شوې ده خو دغه کس وايي چې «دوې شپې او دوې ورځې کېږي چې بندي‌» دی. نوموړي په خپلو خبرو کې وايي چې له هغه سره ښه «وضعیت» شوی او نباید د جګړې اسیرانو ته «تکلیف ورکړل شي، ماته تکلیف نه دی راکړل شوی».

معلومه نه ده چې دغه کس په رضا دا خبرې کړې که په زور. دا لومړی ځل دی چې د «مقاومت جبهه» د طالبانو د یو نیول شوي «قوماندان» ویدیو خپروي. طالبانو تر دې دمه لا د دغې ویدیو په اړه څه نه دي‌ ویلي. د مقاومت جبهې د الوتکې او په الوتکې کې د نورو ناستو کسانو کومه ویدیو یا تصویر نه دي‌ خپاره کړي.

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په پنجشیر کې د طالبانو په ضد مقاومت پيل کړی دی او وخت ناوخت په طالبانو د خپلو بریدونو خبرونه خپروي.

د مقاومت جبهې د تېرې پنجشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د "ارزو درې" په غرونو کې د طالبانو د پوځي‌ الوتکې د وېشتلو ادعا وکړه او ویاند یې صبغت الله احمدي وویل چې د الوتکې څلور عمله یې هم ژوندي نیولي دي.

خو د پنجشیر ولایت د والي ویاند ابوبکر صدیق د جمعې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) امریکا غږ ته وویل: "دا یوه بې اساسه ادعا ده. د اسلامي امارت د ځواکونو يو پوځي هلیکوپتر د تخنیکي ستونزې له امله په یوه لرې ساحه کې، چې البته د اسلامي امارت د ځواکونو تر څارنې لاندې ده، د ارزو کوتل په لمن کې بیړنۍ ناسته کړې ده".

ښاغلي صدیق د مخالفې جبهې له خوا د دغه هلیکوپتر د عملې د غړو د نیول کېدو ادعا هم رد کړه او ویې ویل چې دا حقیقت نلري.

XS
SM
MD
LG