د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشر د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد د پیسو اخیستل منع کړي


د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د خپل حکومت مالیې وزارت ته په یو حکم کې غوښتي چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال د وري له میاشتې څخه دې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد لپاره د پیسو ګرځول بند کړي.

د طالبانو د مشر دغه حکم چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی او د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت سیمه ییزو رسنیو ته تائید کړی دی. دا وزارت وايي چې ترې غوښتل شوي د ټولو موجودو نظامي او ملکي کارکوونکو څخه د تقاعد تر نامه لاندې د وضع شویو پیسو اندازه دې مشخصه کړي.

په دې حکم کې ویل شوي: "د ۱۴۰۳ مالي کال د حمل د میاشتې څخه د ملکي او نظامي کارکوونکو د معاشونو څخه د تقاعد وضع کیدل بند کړئ او تاسې د ټولو اماراتي ادارو [طالبانو حکومت] د ټولو شته (برحاله) نظامي او ملکي کارکوونکو د تقرر نیټه، د خدمت موده اود تقاعد تر نامه لاندې وضع شوی مبلغ معلوم کړئ او مونږ ته معلومات راکړئ."

د طالبانو مشر په دغه حکم کې مامورینو ته د تقاعد د بندیدو د دلایلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

همداشان هبت الله په دغه حکم کې د پخوانیو تقاعد شویو ملکي او نظامي کارکوونکو ته د تقاعد د پیسو د ورکړې په اړه هم څه نه دي ویلي.

د دې دمخه ګڼ شمیر متقاعدینو په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په کابل کې د مالیې وزارت مخ ته په څو اعتراضي غونډو کې ددغه وزارت څخه د خپل تقاعد د ورکړې غوښتنې کړې وې او ویلي وو چې ورکړل شوي نه دي.

خو د طالبانو حکومت دا نه دي ویلي چې متقاعدینو ته د هغوی پیسې نه ورکوي.

ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې د متقاعدینو قانون تعدیل شوی او ژر به ددغه نوي قانون له لارې هغوی ته د تقاعد معاشونه ورکړل شي.

په افغانستان کې د تقاعد عمر ۶۵ کاله دی او یا هم که کوم مامور په حکومتي ادارو کې ۴۰ کاله کار کړی وي، ورته تقاعد ورکول کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG