د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیزونو کورنۍ تر فشار لاندې راوستې


په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کار روزګار د اجازې نه لرلو له کبله په دغه هېواد کې پر کور ناستې ځینې ښځې وايي، چې له ډېر بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي او زیاتوي چې د خپلې کورنۍ لپاره حق حلالې روزي موندلو ته نه پرېښودل کېږي.

دا مهال په افغانستان کې په لسګونه زره ښځې چې په جمهوریت کې یې پر بېلابېلو دولتي څوکیو دندې ترسره کولې، اوس یې پرمخ د کار روزګار ورونه تړلي‌ دي.

د کابل ولایت د طبابت په استوماتولوژي څانګه کې ډاکټرې کاينات له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې په تېر حکومت کې یې په یوه شخصي کلینیک کې دنده ترسره کوله خو اوس مهال پر کور ناسته ده. دا وايي، تر یوڅه مودې د طالبانو په واکمنۍ که هم کلينيک ته تلله خو وروسته یې له کاره ودروله.

کاينات زياتوي: "زه د کور مسوله یم، د کورنۍ ۸۰ سلنه خرڅ زه برابروم، اوس له ډېر بد وضعیت سره لاس او ګریوان يم، د کار دروازې راپسې تړل شوي دي، حق حلاله روزي نشم ګټلی، حتا تر دې چې زیات وخت هغه سپوره ډوډۍ هم نه موندل کېږي، ژوند تر دې حده سخت شوی دی چې کله دعا کوو، ای کاش یا خو پیدا نه وای یا هم په افغان تولنه کې نه وای."

په افغانستان کې ډېرې داسې ښځې له کار اېستل شوي دي چې نارينه سرپرست هم نه لري د کور ګټيالۍ وې خو اوس تر دې مجبوره دي چې کراچۍ وچلوي، په ښارونو او سرکونو سبزيانې خرڅې کړي يا هم فقر ته ناستې دي، خير ټولوي چې خپل اولادونه وروزي.

ښځې په هر اداره کې باید کار ولري

د وردګو ولایت وږمه پوپلزۍ چې په تېر حکومت کې ښونکې وه او د تشبث په مرکز کې یې دنده ترسره کوله خو اوس یې ځواب ورکړی چې ښځې هلکانو ته تدریس نشي کولای.

له امريکا غږ سره په خبرو کې وږمې پوپلزۍ د هېواد په مختلفو ادراو کې د ښځو شتون اړین وباله: " ښځه باید په هره برخه کې ونډه ولري، ښځه مور ده او که د ښوونې او روزنې برخه را واخلو نو ښځه که باسواده وي، ټول اولادونه یې ښه روزنه تر لاسه کولای شي، پلار خو په کور کې نه وي ټوله ورځ مور د اولادو پالنه کوي نو که مور بېسواده وي اولاد به څنګه ښه روزنه تر لاسه کړي؟"

وږمه وايي، "د صحت په برخه کې هم د ښځو شتون اړین دی، ډیرې ښځې خپلې ستونزې نارینه ډاکتر ته نشي ویلای نو که ښځينه ډاکتره نه وي غټه ستونزه ده همداسې په هر برخه کې د ښځو شتون اړین دی، ښځه د ټولنې نیمه برخه تشکیلوي، ښځه غواړي له نارینه وو سره له خپل پلار، ورور، خاوند سره اوږه په اوږه کار وکړي، خپلې کورنۍ، اولادونو، ټولنې او هیواد ته خدمت وکړي ښځه ډېر څه کولای شي.

وږمه مايوسي څرګندوي او وايي، " همدا اوس وخت کې ښځینه ښوونکې د هلکانو لوړو ټولګېو ته د تدریس څخه منع دي باور وکړئ، هلکان بیسواده فارغ شول ځکه هغه تدریس چې ښځینو ښوونکو ورکولی شي نارینه یې نشي کولای، ټول زده کونکي هره ورځ شکایت کوي".

اکثریت نجونې په رواني ناروغیو اخته دي

وږمه زياتوي، په داسې حال کې چې په ټول هیواد کې ښځې په کور ناستې دي، پر ذهن یې ډېره منفې اغیزه لري، په بشپړه توګه د ژوند څخه ناهیلي شوي دي

وږمه زیاته کړه : "اول زموږ په کورنۍ کې زه د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو د ماسترۍ د دریم سمیستر محصله وم، ماستري مې پاتې شوه، پوهنتون بند شو، یوه خور مې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د دریم صنف محصله وه، په کور کېناسته، بله خور مې د لسم ټولګي زده کونکې وه، همداسې پاتې شوه، بلې خور مې څوارلسم ټولګی ویلی وو همداسې بې سرنوشته پاتې شوه، یوه ورینداره مې د کابل پوهنتون څلورم صنف محصله وه، بې سرنوشته پاتې شوه، بله ورینداره مې د طب پوهنځي د شپږم صنف محصله وه، همداسې پاتې شوه. تاسې خپله قضاوت وکړئ، په یوه کورنۍ کې چې شپږ نجونې بې سرنوشته پاتې شې چې دومره زحمتونه یې ایستلي وي، په ټول هیواد کې به څومره نجونې وي، زموږ په شان بې سرنوشته شوي وي؟"

نارینه د کور چلولو له امله تر فشار لاندې دي

د کندهار ولایت مسلفه کاکړ چې په تېر نظام کې خبریاله وه خو اوس په کور ناسته ده، امريکا غږ ته وویل: "نارینه تر ډېر فشار لاندې دي، پخوا به کورني مصارف مور کول، ډیرې نورې ستونزې به هم ښځو هوارولې، خو اوس ټول نارینه و ته پاتې دي، هغوی هم اکثریت بیکاره شوي دي، نارینه هم ټول په رواني ناروغیو اخته دي، د زيات فشار له امله هره ورځ موږ ګورو په هر ولایت کې نارینه په ځان وژنې مجبوره شوي دي، دا ټول د ډېر فشار وجه ده."

مسلفه کاکړ زياتوي، چې، که ښځې ته د کار زمينه برابره کړل شي، نو هغه له نارینه وو سره سم نیمایې د کور په چلولو کې مرسته کولای شي.

افغان مېرمنو ويلي دي چې طالبانو دوي ته تر دې دمه څه مثبت ځواب‌ نه دی ورکړی او دوي یې امر ثاني ته منتظر کړي دي. ځينو يې د حکومت څخه د کار زمينه برابرولو غوښتنه کړې او ځينو يې مايوسي څرګنده کړې چې اوسنی حکومت د دوی خبرو ته غوږ نه نیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG