د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشر: امنیت د شریعت او د عدالت په پلي کیدو ټینګیدلی شي


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده

د طالبانو مشر د کوچني اختر رارسیدو په مناسبت پیغام کې د اسلامي شریعت په تطبیق ټینګار کړی او د سیمې، نړۍ او اسلامي هیوادونو سره اړیکو د یادونې ترڅنګ یې د خپل حکومت مسوولینو ته سپارښتنو کې ویلي چې امنیت په سختۍ او د مړو په ډیریدو نه راځي بلکې امنیت د شریعت د تطبیق اود عدالت د پلي کیدو له لارې ټینګیدلی شي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده دغه پیغام د شنبې په ورځ اپریل شپږم (وري ۱۸) د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا د ایکس په ټولنیزه پاڼه خپور شوی، چې په کې هغه د سیمې، نړۍ او په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونوسره د اړیکو اړوند مسلو او د خپل حکومت مسوولینو ته یو لړ سپارښتونو ته ځای ورکړی دی.

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې ویلي: " امنیت په دې نه راځي چې سختي وشي او مړي ډېر وشي؛ بلکې امنیت د شریعت په تطبیق او عدالت کې دی او بې امنیتي هغه وخت راځي چي د شريعت مخالفت وشي؛ نو د ځانونو اصلاح ضرور ده د هر مسئول او فرد ګناه په ټول نظام بد اثر کوي".

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې خپلو مسوولینو ته ویلي چې د ظلم او خپل منځي اختلافاتو څخه دې ځانونه وساتي.

ملاهبت الله اخوندزاده ویلي: " هیڅوک باید ناحقه ازار نشي، که څوک بندي کېږي باید وار له مخه یې ښه پوښتنه وشي چې چا یې بې ځایه شکایت نه وي کړی یا په لږ جرم ډیر تکلیف ورته ونه رسیږي نو احتیاط کوئ چې څوک ناحقه در څخه ازار نشي".

ملاهبت الله اخوندزاده په دغه پیغام کې د خپلو مسوولینو څخه غوښتي چې خلکو سره د زور او زیاتې له لارې د چلند پر ځای له نرمۍ کار واخلي او دا ځکه چې طالبانو د مشر په وینا : "په زور خلک نفرت در څخه کوي او په تشویق ملګرتیا او اخلاص درسره کوي".

د طالبانو مشر ویلي چې په حکومت کې یې هیڅ تبعیض او تفرقه ځای نلري او د جنوبي سیمو اړوند چارواکي به یې په شمال او د شمالي سیمو به یې په جنوبي سیمو کې په حکومت کې کار کوي.

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې دا نه دي ویلي چې د طالبانو د حکومت چارواکي خلکو سره زور زیاتی کوی او که نه، خو په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نړیوالو سازمانو په راپورونو کې د طالبانو د حکومت د مسوولینو له خوا ددغه حکومت مخالفانو سره د ناسم چلند او د هغوی د شکنچه کولو او په زندان کې د اچولو په اړه راپورونه ورکړي دي.

همداشان د بشري حقونو سازمانو د طالبانو د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د بې ګناه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه هم راپورونه ورکړي دي.

همداشان د طالبانو مشر د کوچني اختر په خپل پیغام کې د سیمې نړۍ او اسلامي هیوادونو سره د اسلام د دین په رڼا کې اقتصاد محوره اړیکو په پاللو باندې ټینګار کړی او ویلي دي چې هیڅ څوک باید د طالبانو د حکومت د متقابل درناوي باندې په ولاړ نیک نیت او ارادې باندې شک ونکړي.

هغه ویلي: " زمونږ قول او تعهد، تعهد دی، او له دوی څخه هم د افغانستان حریم، ګټو، او عزت ته د پام کولو توقع لرو او غواړو چې ښې اړیکي راسره وپالي".

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې د فلسطین د مسلې یادونه کړې او ادعا یې کړې چې تراوسه هيڅ نړیوال اړخ د دغو ظلمونو د بندیدو لپاره عملي ګام ندی اخیستی او د دې سترې غمیزې په اړه یې خپل مسئولیت ندی ادا کړی.

همداشان د طالبانو مشر افغانستان کې د کوکنارو په کښت بندیز د خپل حکومت لویه لاس ته راوړنه بللې او ویلي دي چې ټول خلک باید د طالبانو سره ددغه فرمان په تطبیق کې مرسته وکړي.

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې په افغانستان کې د دیني علومو د زده کړې ترڅنګ د عصري علومو په زده کړې ټینګار کړی، خو د نجونو او ښځو زده کړو یادونه نه ده کړې.

طالبانو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز لګولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG