د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو رهبر له هغو افغانانو سره د مرستې امر کړی چې هېواد پرېږدي


د طالبانو له راتګ وروسته لسګونه زره کسان له افغانستان څخه اېستل شوي او یا وتلي دي
د طالبانو له راتګ وروسته لسګونه زره کسان له افغانستان څخه اېستل شوي او یا وتلي دي

د طالبانو د ډلې رهبر هبت الله آخندزاده د هغو افغانانو سره د مرستې لارښود صادر کړی چې غواړي‌ له افغانستان څخه ووځي.

په دغه لارښود کې چې د سه شنبې په ورځ ډسبمر ۷ (لیندۍ ۱۶) د طالبانو د ویندویانو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، د طالبانو رهبر ادعا کړې:"هغه افغان چې د سیاسي او یا هم اقتصادي مشکلاتو په پلمه غواړي له خپلو ماشومانو او میرمنو سره غربي هیوادونو ته ولاړ شي، له یو شمیر"امنیتي، اخلاقي او نورو بشري مشکلاتو" سره به مخ شي. د طالبانو رهبر ویلي:

-" په لاره او کمپونو کې له بدو حالاتو سره مخ کیږي چې د خپلوانو او هر افغان د خپګان لامل کیږي.

- د یو شمیر مغرضانه پروګرامونو له مخې، عقاید، اخلاق او معنوي ارزښتونه یې له خطر سره مخ کیږي.

- د اقامت د جواز د ترلاسه کیدو لپاره پر اسلام او اسلامي نظام د تهمت کولو او همدارنګه د جعلي اسنادو برابریدو ته اړ کیږي.

- ددې پرځای چې د اکثریت هغوی مسلکي لیاقت د هیواد د ودې او هوساینې په لار کې مصرف شی، هلته "له افغانستان څخه بهر" پر عادي کارونو او حتي له سپکاوي څخه په ډکو کارونو بوخت کیږي.

د طالبانو رهبر د یادې ډلې له والیانو غوښتي دي چې د چارواکو او دیني عالمانو په همکاري دې د هغو افغانانو سره مستقیمې لیدنې وکړي چې غواړي له افغانستان څخه ووځي او د هغوی د مشکلاتو تر اوریدو وروسته دې ورته د لار پیدا کړي.

ملا هبت الله همدارنګه طالب چارواکو ته په خطاب کې ویلي دي چې د امنیت د‌ ټینګښت لپاره ډیره هڅه وکړي څو د خلکو د ویریدو زمینه نه وي، په ځانګړي ډول کار ته د تللو، د تجارانو د فعالیت، کسب او کار او د متخصصینو د فعالیت.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د بهرنیو ځواکونو او موسساتو همکارانو او د پخواني حکومت د ګڼ شمیر کارکوونکو په ګډون د مدني او بشري حقونو د مدافع څانګو کارکوونکو د طالبانو د غچ اخیستونکو اقداماتو له ویرې هیواد پریښود.‌

د امریکا متحده ایالتونو او شریکانو یې له طالبانو غوښتي دې چې له افغانستان څخه په خوندي شکل د افغانانو د وتلو زمینه مساعده کړي.

له دې دوه ورځې مخکې، امریکا، اروپايي ټولنې، بریټانیا، جاپان او څو نورو هیوادونو د یوې مشترکې اعلامیې په خپرولو سره وویل:" موږ له محاکمې پرته د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د وژلو او محاکمه کیدو په اړه خپګان ښیو کوم چې راپور یې د بشري حقونو د څار ادارې او نورو بنسټونو ورکړی دی.‌"

ددې راپور تر خپریدو او د لودیځ له غبرګون وروسته، طالبانو د یکشنبې په ورځ ډسبمر ۵ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې طالبانو د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه وژلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوه ټویټ په کولو ولیکل:"مجاهدین د عفوي فرمان ته په بشپړ ډول ژمن دي او د پخوانۍ ادارې کارکوونکي د پخواني مخالفت له امله نه ځورول کیږي."

ښاغلي بلخي ددې ټویټ په دوام ولیکل، که د طالبانو هر غړی له دې فرمان څخه سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره مخ کیږي او مجازات به شي.

XS
SM
MD
LG