د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د نجونو د متوسطو او لیسو پرانیستلو لپاره شرایط برابر نه دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب‌الله اغا ویلي، چې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده کړو لپاره لا شرایط برابر نه دي.

سید حبیب الله اغا د چهارشنبې په ورځ مۍ لسم(ثور۲۰) د پنجشیر ولایت ته د سفر پر مهال د یو خبریال د دې پوښتنې په اړه، چې د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ښوونځي به کله پرانیستل شي وویل چې " اوس شرایط برابر نه دي، کله، چې شرایط برابر شو، د شریعت د احکامو پر اساس او د ملت په همکارۍ او د علماو کرامو په مشوره" به اقدام وشي.

ده وویل، چې د نجونو د متوسطې او د لیسو د پرانیستلو په اړه به وروستۍ پریکړه دیني عالمان وکړي.

هغه وویل: "کله، چې علماو په خپلو منځو کې مشوره وکړه، اجماع یې وکړه، اتفاق یې وکړ او په هرڅه یې، چې اتفاق وکړ اسلامي امارات مسولین به د علماو سپارښتنې عملي کوي."

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ددې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې د نجونو د متوسطې او د لیسو د دورې زده کړې په دایمي ډول نه دي بندې شوې، بلکې د یوې مصونې فضا په رامنځ ته کیدو سره به ژر ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیستل شي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ښوونځیو د تړلو څخه له شاوخوا ۶۰۰ ورځو څخه زیاته موده تیره شوې ده، خو د طالبانو حکومت په دې نه دې توانیدلی، چې په دغه موده کې د نجونو د بندو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره زمینه برابره کړي.

په عین حال کې د مقتدرو ښځو خوځښت په نوم د ښځو د حقونو یوه ډله وايي، چې د نجونو د څو بندو ښوونځیو په مخ کې یې د طالبانو د مشرانو عکسونه سوځولي دي.

ددغه خوځښت غړو وویل، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده، د لوړو زده کړو د سرپرست ندامحمد ندیم اود طالبانود حکومت د رئیس الوزرا ملامحمد حسن اخوند عکسونو ته د اور په اچولو سره یې په افغانستان کې د نجونو د بندو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو له حکومت څخه په پرله پسې ډول د شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنې کړي، خو دغه حکومت تراوسه د نړیوالې ټولنې دغې غوښتنې ته پاملرنه نه ده کړې.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کولو وروسته په پرله پسې ډول پرښځو او نجونو د تعلیم په ګډون یو لړ محدودیتونه لګولي دي.

ددغو محدودیتونو په لړ کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې تر امرثاني پورې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي او هم یې د تیر ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستۍ اونۍ کې په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو زده کړې تر امرثاني پورې بندې کړې.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی، چې نجونې او ښځې په کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تللو څخه منع شوي دي.

طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلنو ترمنځ پر افغانستان د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال هم ښځې او نجونې د کار او زده کړو څخه محرومې کړې وې.

XS
SM
MD
LG