د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د نجونو په ښوونځیو باندې د کانکور ازموینې فورمې وېشل شوي


نوی تعلمي کال پیل شو خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بیا هم اجازه ورنکړل شوه
نوی تعلمي کال پیل شو خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بیا هم اجازه ورنکړل شوه

د افغانستان د کانکور د ازموینو ملي ادارې په کابل کې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د کانکور په ازموینې کې د نجونو د ګډون لپاره د ازموینې د نوملیکنې فورمې وېشلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لسګونه زره نجونو، چې طالبانو پرې تېرکال زده کړې بندې کړې، برخلیک لا معلوم نه دی. طالبانو تېرکال په نجونو او ښځو باندې د پوهنتون دروازې وتړلې.

په کابل کې د یو ښوونځي یو مسئول چې نه غواړي نوم یې په رپوټ کې خپور شي، امریکا غږ ته وویل چې د ازموینو ملي ادارې نن یکشنبه اپریل ۳۰ (غوايي لسمه) د نجونو ښوونځیو نه د کانکور فورمې وسپارلې. خو ده وویل چې په دې اړه د طالبانو حکومت کوم رسمي مکتوب نه دی وراستولی او ټولې لارښوونې یې په شفاهي ډول شوې دي.

هغه وویل: "موږ ته وویل شول چې د غوايي تر شلمې نېټې پورې ټولې فورمې باید په فارغو شویو زده کوونکو او په هغوی باندې چې تېرکال بې نتیجې وو او په متفرقه ډول به ازموینه ورکوي، ووېشل شي. "

د نجونو د ښوونځيو ځينو مسولینو په دې کار حیرانتیا ښودلې او ویلي دي چې هغو نجونو چې تېرکال د کانکور ازموینه ورکړې وه، لا هم بې برخلیکه دي او پوهنتونونو ته د ورتګ اجازه نلري.

د یو دولتي ښوونځي یو استاد، چې نغواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، امریکا غږ ته وویل: "د حیرانتیا خبره ده چې هغو نجونو چې تېرکال یې د کانکور ازموینه ورکړې ده، پوهنتونونو ته لا نه دي تللې او دوی له نورو نجونو څخه د کانکور ازموینه اخلي. زما په نظر باید لومړی نجونو ته د پوهنتون اجازه ورکړل شي او بیا له نورو د کانکور ازموینه واخیستل شي. "

د طلوع نیوز په ننګرهار کې د طالبانو د معارف ریاست د ویاند فرهاد احمد ستانکزي له خولې لیکلي دي: "زموږ هغه خویندې چې د ننګرهار په ګرمسیر سیمو کې دي او د ستونزو له کبله د کانکور له ازموینو پاتې شوي دي، خپلو اړوندو ښوونځیو ته دې ولاړې شي او د کانکور ازموینې فورمې دې ترلاسه کړي. "

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په لنډو ورځو کې ملګري ملتونه په دوحه کې د افغانستان د وضعیت ارزونې په اړه یوه غونډه جوړه کړي. د انتوني ګوتېرش مرستیالې امینه محمد ویلي وو چې په دې غونډې کې به د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه هم بحث وشي.

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو دا اقدام د قطر د غونډې سره تړاو لري او دوی غواړي نړۍ ته یو ډول ښکاره کړي چې د نجونو په مخ د زده کړو د دروازو پرانیستلو لیوالتیا لري. د کابل پوهنتون استادې منیژه رامزي امریکا غږ ته وویل: "په ملګرو ملتونو، د سیمې په هېوادونو او د امریکا د ایتلافیانو په منځ کې د سرپرست دولت د رسمیت پېژندنې د بحثونو سره همهاله په کانکور کې د نجونو د اشتراک خبره یو تړاو لري، ممکن یو ډول امتیاز اخیستل او نمایشي وي. "

نوموړې وویل چې باید د افغان نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه په ملي او نړیواله کچه ضمانت واخیستل شي. د پوهنتون دغې استادې چې اوس په ترکیه کې ده د طالبانو بې وخته اعلان او د کانکور ازموینې د فورمو وېشل به په کانکور کې د نجونو د ګډون فضا تنګه کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان له بیا واکمن کېدو وروسته په نجونو باندې منځني، عالي لېسې او پوهنتونو بند کړل او نور کلک بندیزونه یې هم پرې ولګول.

XS
SM
MD
LG