د لاس رسي وړ اتصالات

شپږو میاشتو کې 'نژدې۲۷۰زره افغانان له ایران څخه ستانه شوي او یا شړل' شوي


د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په تیرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۲۷۰ زره افغان کډوال له ایران څخه یا په خپله خوښه راستانه شوي او یا هم شړل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ ( کب څلورم) امریکا غږ ته په یو استول شوي ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د راستانه شویو کې لږ تر لږه ۱۰۰زره افغان کډوال د ایراني پولیسو له خوا د نیول کیدو وروسته شړل شوي‌ چې ښځې او شومان هم په دي.

حقاني ویلي، چې افغانستان ته په شړل شووی کډوالو کې اکثرو یې قانوني اسناد نلرل او په غیر قانوني لارو دغه هیواد ته تللي وو. د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د ویاند د وینا له مخې هره ورځ د دوو او دریو زرو ترمنځ افغان کډوال د ایران او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي.

د طالبانود چارواکو د وینا له مخې هغه افغان کډوال، چې له ایران څخه د هرات او د نیمروز ولایتونو له لارې وطن ته ستنیږي ورسره د ملګروملتونو په ګډون د نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا مرستې کیږي.

په ورته وخت کې د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ افغانستان ته د راستانه شویو افغان کډوالو سره د مرستې په اړه د خپلې ادارې د هڅو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دغه اداره ستنو شوو او داخلي بې ځایه شوو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ ' یو این ایچ سي ار' د خپل ټویټر په پاڼه لیکي: " د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ ستنو شویو کډوالو او داخلي بې ځایه شوو څخه د ملاتړ په برخه کې ژمنه ده او هغوی سره د نوي ژوند د جوړیدو په برخه کې مرستې کوي ترڅو په ټولنه کې بیا ژوند پیل کړی شي.

د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ د شمیرونو پر اساس افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو دمخه په ایران کې ۳.۴ میلیونه افغان کډوال اوسیدل، چې نږدې دوه میلیونو یې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلرل.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ د میاشتې وروسته په سلګونو زره نور افغان کډوال هم دغه هیواد ته تللي دي. ددې دمخه د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په یو راپور کې ویلي و، چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته له یو میلیون څخه زیات افغان کډوال دغه هیواد ته کډه شوي دي.

د ایرنا د راپور له مخې په زرګونو افغان کډوال هره ورځ اروپايي هیوادونو کې د پناه اخیستلو په لټه ایران ته داخلیږي.

XS
SM
MD
LG