د لاس رسي وړ اتصالات

طالب او ترکي چارواکو د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې کړي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره د «انتالیا ډلوماسۍ» ناستې په څنډه کې د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حفیظ ضیاء احمد نن یکشنبه مارچ ۱۳(کب ۲۲) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت د قراردادونو د هغو مادو په اړه چې زیات بحثونو ته اړتیا لري، خبرو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ضیاءاحمد زیاته کړې: "ژمنه وشوه چې دواړه هیوادونه به د قطر هیواد په ګډون د تخنیکي بحث له لاري ژر تر ژره پر پاتو موضوعاتو یوه حل ته د رسیدو کوښښ کوي."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو سرتیرو تر وتلو او پر دغه هیواد د طالبانو تر حاکمیت وروسته د دغه هیواد له هوايي ډګرونو څخه د پروازونو بهیر ټکنی شوی و چې د نژدې اوو میاشتو په تېرېدو سره لا هم عادي حالت نه دی ګرځېدلي.

د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه د ترکیې، قطر او طالبانو حکومت ترمنځ لومړی پړاو خبرې د ۲۰۲۱ کال ډسمبر میاشتې پر ۲۴مه پيل شوې او تر دا مهاله په کابل او دوحه کې د درې واړو لورو ترمنځ درې ناستې شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ ۲۷ (سلواغې اوومه) په یوې اعلامیه کې ویلي و چې په دغه درې اخیزه غونډه کې د کابل نړیوال هوایي ډګر د مدیریت او فعالیت په برخه کې پر څو کلیدي موضوعاتو باندې موافقه وشوه.

یاد وزارت په دې اړه د بلې ناستې تر سره کېدو خبر ورکړی و.

تر دې مخکې د قطر او ترکیې ګډ پلاوی د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت او فعالیت په اړه د طالبانو حکومت له استازو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی و.

په دې هوايي ډګرونو کې، د کابل نړیوال هوايي ډګر ترڅنګ د هرات، مزارشریف، کندهار او د خوست هوايي ډګرونه شامل دي.

ترکیې حتا د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو دمخه د کابل د نړیوال هوایي ډګر د مدیریت او د امنیت د تامین لپاره تیاری ښودلی و.

XS
SM
MD
LG