د لاس رسي وړ اتصالات

قطر، ترکیې او طالبانو د کابل د هوایي ډګر په 'کلیدي مسایلو' موافقه کړې


د کابل نړیوال هوایي ډګر
د کابل نړیوال هوایي ډګر

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، قطر، ترکیه او د افغانستان سرپرست حکومت د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت اړوند ځینو مسائلو باندې موافقې ته رسېدلي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه جنورۍ ۲۷ (سلواغې اوومه) په یوې اعلامیه کې ویلي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت او فعالیت په اړه د قطر، ترکیې او د افغانستان د سرپرست حکومت استازو ترمنځ درې اړخیزه غونده تیره ورځ په دوحه کې پای ته روسېده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه درې اخیزه غونډه کې د کابل نړیوال هوایي ډګر د مدیریت او فعالیت په برخه کې پر څو کلیدي موضوعاتو باندې موافقه وشوه.

په یاده اعلامیه کې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي چې په کومو برخو کې موافقه شوې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې یاده ناسته د تیرو خبرو په دوام تر سر شوې ده.

قطر ویلي چې ددغه خبرو وروستۍ ناسته به راتلوونکې اونۍ تر سره شي.

تر دې مخکې د قطر او ترکیې ګډ پلاوی د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت او فعالیت په اړه د طالبانو حکومت له استازو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی و.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت تر دامهاله په قطر کې د تیرې ورځې غونډه په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ویلي و چې د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت او فعالیت په اړه د قطر او ترکیې له تخنیکي ټېمونو سره خبرې پیل شوي دي.

په دې هوايي ډګرونو کې، د کابل نړیوال هوايي ډګر ترڅنګ د هرات، مزارشریف، کندهار او د خوست هوايي ډګرونه شامل دي.

ترکیې حتا د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو دمخه د کابل د نړیوال هوایي ډګر د مدیریت او د امنیت د تامین لپاره تیاری ښودلی و.

د اګست د ۱۵وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه د امریکا او ځینو نورو لویدیځو هیوادونو له خوا د زرګونو افغانانو د ایستلو پر مهال دغه هوایی ډګر ته ډیر زیان رسیدلی او د رادار سیستم یې خراب شوی دی.

پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د ترکیې او قطر تخنیکي ټیمونو د کابل د هوایي ډګر په بیرته پرانستلو او پروازونو ته په تیارولو کې همکاري کړې وه.

XS
SM
MD
LG