د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د روسیې دفاع وزیر ته: د سیمې هېوادونه دې افغانستان ته د ورانکارو د  داخلېدو مخه ونیسي


طالبانو په افغانستان کې د تروریستي ډلو د موجودیت په اړه د روسیې د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې او وايي چې له افغانستان څخه سیمې ته هېڅ ګواښ موجود نه دی.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د چهارشنبې په ورځ د شانهګای د همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې، چې په هند کې وشوه، په افغانستان کې د ځینو تروریستي ډلو موجودیت د ټولې سیمې لپاره خطر وباله.

شویګو وویل: «د افغانستان په قلمرو کې څو مهمې ترهګرې ډلې چې شته، د سیمې هېوادونو ته یې عمده خطر پېښ کړی دی او خپلې عقیدې او هڅې مخې ته وړي. زما په نظر د افغانستان موضوع باید د شاهنګای د همکارۍ سازمان په اجنډا کې حفظ شي. یوازې د نړۍ او سیمې لویې همکارۍ په افغانستان کې د ډېرو ننګونو مخنیوی اسانه کولای شي.»

خو طالبانو د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې په افغانستان کې دوی بشپړ امنیت تامین کړی او له دغه هېواد څخه چاته ګواښ نشته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپل ټویټر کې یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې ویل شوي دي طالبان «چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ضد وکارول شي او له نورو هېوادونو څخه، په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو څخه هم تمه لري چې د خپلو هغو اتباعو مخه ونیسي چې افغانستان ته د ورانکارو پېښو لپاره د دا خلېدو هڅه کوي».

په دغې اعلامیې کې همدغه راز ادعا شوې ده چې په افغانستان کې وروستۍ ځینې پېښې «په افغانستان کې د نا امنۍ څو وروستۍ پېښې د سیمي د ځینو هېوادونو د اتباعو له لوري ترسره شوي» دي.

هند چې دا مهال د شانهګای سازمان مشري کوي د سیمې له هېوادونو څخه غوښتي دي چې په سیمه کې د ترهګرۍ په ضد مبارزه وکړي. د افغانستان ځینو ګاونډیوهېوادونو چې یو شمېر یې د شانهګای همکارۍ سازمان غړي هم دي په وار وار په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. خو طالبان ادعا کوي چې له افغانستان څخه هېڅ هېواد ته ګواښ نشته.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واکمني ترلاسه کړه او له هغه وروسته څو ځلې د دغه هېواد په ځینو شمالي هېوادونو باندې د راکټونو بریدونه وشول او د داعش ډلې یې مسولیت ومانه.

XS
SM
MD
LG