د لاس رسي وړ اتصالات

د شانګهای د همکارۍ سازمان افغانستان کې په ټولشموله حکومت ټینګار وکړ


په داسې حال کې چې د افغانستان مسله د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې په بحثونو کې شامله وه، خو د طالبانو د حکومت استازو د سمرقند په غونډه کې برخه نلرله. افغانستان د دغه سازمان د څارونکو هیوادونو په ډله کې دی.

د شانګهای همکاریو سازمان په پریکړه لیک کې چې د جمعې په ورځ یې د اوزبیکستان په سمرقند کې د خپلې ۲۲ مې سرمشریزې په پای کې خپور کړ ویل شوي چې دا سازمان د یوه خپلواک، بیطرفه، ډیموکراتیک، له هر ډول تروریزم او نشه یي توکو پاک سوله ییز افغانستان څخه ملاتړ کوي.

په پریکړه لیک کې ویل شوې، په افغانستان کې د یوه داسې ټولشموله حکومت غوښتنه کوي چې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو استازي پکې برخه ولري.

د سیاسي علومو یو استاد اسدالله زایري وايي، افغانستان کې د طالبانو حکومت اقداماتو ته په پاملرنې، دی ګڼي چې طالبانو حکومت به د شنګهای د سازمان سرمشریزې ته کومه خاصه پاملرنه ونه کړي.

ښاغلي زایري وویل: "افغانستان کې فضا داسې ده چې دا غوښتنې دا هیلې به بریالۍ نشي. اصلآ د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو لپاره اراده نشته ده، د طالبانو سرپرست حکومت د نورو هیوادونو سره په تعامل کې جدي نه دی".

د نړیوالو اړیکو یو کارپوه سید جواد سجادي وايي، د شانګهای د سرمشریزې پریکړه لیک کې د طالبانو له حکومت څخه د ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنی دا وښودله چې طالبان د یوې نړیوالې غوښتني سره مخامخ دي ترڅو یو داسې حکومت جوړ کړي چې د افغانستان ټول اوسیدونکي په کې خپل ځان وګوري.

ښاغلي سجادي وویل: "نړیواله ټولنه په ښه ډول دا درک کوي او پوهیږي چې افغانستان کې ثبات او تلپاتې سوله ټینګیدل د یو ټولشموله حکومت چې د دغه هیواد د ټولو اقلیتونو استازیتوب وکړي تړلي دي. د همدې له امله پرته د یو تولشموله حکومت د جوړیدو افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګدل ممکن نه دي".

د نړیوالو اړیکو دغه کارپوه وايي، د طالبانو پر وړاندې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې اتحاد او هم د افغانستان په دننه کې د ټولشموله حکومت د جوړیدوغوښتنو له امله طالبان په یوه مهمه دوه لارې کې ولاړ دي، یا دا چې د یو ټولشموله حکومت جوړیدل ومني او یا هم د نړیوالې ټولنې د وړاندیز په وړاندې ودریږي.

د طالبانو حکومت تراوسه د ټولشموله حکومت د جوړیدو په اړه د شنګهای د همکاریو د سازمان د سرمشریزې پریکړه ته غبرګون نه دی ښودلی. خو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د سپمټبر په اومه کابل کې ټولشموله حکومت د غوښتنې په اړه په خبري کنفرانس کې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په نړۍ کې ډیر شخصي حکومتونه، خانداني حکومتونه، کودتايي حکومتونه او نور دغسې حکومتونه شته دی خو تراوسه هیڅ کوم هیواد ددغسې شرط سره مخ شوی نه دی.

هغه وویل تعجب کوي چې ولې افغانانو ته دغسې شرطونه وړاندې کیږي. ښاغلي متقي په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې تیرو حکومتونو ته اشاره وکړه او ويې ویل چې ایا هغه حکومتونه ټولشموله و.

ښاغلي متقي وویل چې د نړیوالې ټولنې له استازو سره په خبرو کې يې د هغوی څخه د ټولشموله حکومت تعریف غوښتی خو تراوسه هغوی ورته ځواب نه دی ورکړی.

د شانګهای سازمان دا اعلامیه چې پرون ناوخته خپره شوې په افغانستان کې یې د ثبات او امنیت په راتلو هم تایید کړی او زیاتوي: "د دې لپاره چې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په سیمو کې امنیت او ثبات راشي، د افغانستان وضعیت ته باید جدي پام وشي."

د شانهګای سازمان د غړو هېوادونو په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې د دې سازمان غړي هېوادونو له یوه خپلواک، بې‌پرې، ولسواک، له هر ډول ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پاک او سوله‌ییز افغانستان ملاتړ کوي.

له طالبانو مو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو په اړه د شانګهای سازمان د غوښتنې په اړه پوښتنه وکړه، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ځواب را نه‌کړ، مګر له دې وړاندې یې تل ویلي چې د دوی اوسنی رژیم ټولشموله دی.

تر دې دمخه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور څه موده وړاندې یوه مرکه کې ویلي و، نړیوال ترې داسې حکومت غواړي چې د مخکني نظام یو شمېر چارواکي او د هغوی زامن په کې وي چې په خبره یې، دوی به یې ونه مني.

که څه هم د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د افغانستان په لاسنیوي هم خبرې وشوې او یو نظر دا و چې دا هېواد باید یوازې پرې نه‌ښودل شي، خو ښکاري چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري وژل کېدو له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو په اړیکو بد اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG