د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو خوست کې درې سیمه ییز خبریالان بیرته خوشې کړي


د افغانستان د خبریالانو مرکز د خوست په ولایت کې د طالبانو له خوا د هغو دریو سیمه ییزو خبریالانو د خوشې کیدو خبر ورکړی چې شپږ ورځې دمخه ددغه ولایت د امربالمعروف نهی عن المنکر ریاست له خوا نیول شوي وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ناز راډیو خبریال اسماعیل سعادت، د اقرا راډیو خبریال وحیدالله معصوم او د د ولس غږ راډیو خبریال احسان الله تسل د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۸(ثورنهم) د غرمې وروسته په دوو بجو خوشې شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:"د خوست ولایت د امربالمعروف نهی عن المنکر ریاست د دوشنبې د ورځې په سهار ثوردرییم لومړی ددغو دریو رسنیو مدیران یوې ګډې غونډې ته بللي و، خو د دغوراډیوګانو د مدیرانو په نشتون کې د هغوی په استازیتوب دری خبریالان دغې غونډې ته ورغلي و [ چې ونیول شو]".

ددې دمخه د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (ار ایس ایف) ویلي و چې پر دغو دریو خبریالانو باندې د موسیقۍ د خپریدو سربیره د ښځو سره د تیلیفون له لارې په ژوندۍ بڼه په خپرونو کې د اړیکو د نیولو تورونه لګول شوي وو.

د طالبانو د حکومت د خوست امنیه قومندانۍ د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۲۶ په دغه ولایت کې په راډیوي خپرونو کې په ژوندۍ بڼه د ښځو سره د تیلیفون له لارې د تماسونو په نیولو او د ښځو د غږ خپرول اخلاقي فساد ګڼلی وو او پرې بندیز یې لګولی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته پر رسنیو باندې په پرله پسې ډول فشارونه زیات کړي او د نورو محدودیتونو د لګولو سربیره یې په رسنیو کې د موسیقي غږول هم منع کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د یکشنبې په ورځ د خوست ولایت د والي په دفترکې ددغو خبریالانو د نیولو په تړاو په یوه غونډه کې ددغه ولایت د امربالمعروف، اطلاعاتو او فرهنګ، استخباراتو او د امنیه قومندانې استازو په کې برخه لرله خبرې وشوې.

په دې اعلامیه کې د خوست ولایت د امربالمعروف نهی عن المکنر د رئیس شرف الدین نقره کار له قوله ویل شوي چې دا خبریالان پرته د هیڅ کوم مخکیني شرط له مخې خوشې شوي دي. خو هغه خبرداری ورکړی که چیرې له دې وروسته د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د رسنیو لارښود عملي نکړي هغوی به محاکمه شي".

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو دریو سیمه ییزو خبریالانو خوشې کیدوهرکلی کړی او ویلي دي چې د هغوی نیول له لومړي سر څخه غیرقانوني وو او باید چې د دغو خبریالانو ازادي سلب شوی نه وی.

دغه مرکز ټینګار کړی چې د خبریالانو او رسنیو څخه هرډول شکایت باید د رسنیو د قانون پراساس د رسنیو د سرغړونو د شکایتونو د ارزونې کمیسیون له خوا وارزول شي.

که څه هم خوست ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو دغه درې خبریالان خوشې کړي، خو د غزني ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو لا هم د ازادې اروپا راډیو/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال حبیب‌الرحمان تاثیر په زندان کې ساتلی دی.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (ار ایس ایف) ویلي چې د طالبانو د غزني ولایت استخباراتو دفتر د اپریل په شپږمه ورځ په دغه ولایت کې حبیب‌الرحمان تاثیر نیولی او په توفیف کې د ۱۱ ورځو تیرولو وروسته یې د اپریل په ۱۷ د غزني ولایتي زندان ته انتقال کړی، چې هلته محکمې ته د حاضریدو شیبې شماري.

دغه سازمان ویلي:" مقامات [ طالبان] په فوري ډول خبریالان په ځانګړي ډول هغه خبریالان چې بهرنیو رسنیو ته کار کوي اود طالبانو حکومت ته د سپکاوي د تورونو سره مخ دي هغوی په خپلسر د نیولو اوهرډول محدودیتونو لګولو سره مخ کوي".

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (ار ایس ایف​) ویلي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته پر رسنیو او خبریالانو باندې ډیر زیات محدودیتونه لګولي دي چې له امله یې په دغه هیواد کې د مطبوعاتو ازادي ډیره زیاته محدوده شوې ده. افغانستان د دغه سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ د ۲۰۲۳ کال په شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو په لیست کې ۱۵۲ ځای نیولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG