د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د استاد مشعل په ګډون د پوهنتون دوه استادان خوشې کړي


ارشیف
ارشیف

سرچینې وايي، چې طالبانو استاد اسماعیل مشعل، د پوهنتون د یو بل استاد او د مدني ټولنې یو فعال په بند کې د څو اونیو تیرولو وروسته بیرته خوشې کړي دي.

د دغو استادانو ځینو خپلوانو د جمعې په ورځ مارچ درییم ( کب ۱۲) وویل، چې دغه دوه استادان اسماعیل مشعل او اسماعیل رحماني په ضمانت له بنده خوشې شوي دي.

دغې سرچینې چې د امنیتي دلایلو له مخې یې په راپور کې د خپل نوم د ښودلو ډډه وکړه امریکا غږ ته وویل، چې طالبانو د دوی پرحکومت ددغو دوو انتقاد کوونکو استادانو څخه تعهد اخیستی، چې له دې وروسته دې د طالبانو د مشرانو پر پریکړو د اعتراض کولو څخه ډډه وکړي.

په دې وروستیو کې اسماعیل مشعل، د طالبانو د مشرتابه له خوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز د پریکړو سره په مخالفت کې یو لاسي کراچۍ جوړه کړې وه او د کابل د ښار په لارو او کوڅو کې يې خلکو ته په ځانګړي ډول نجونو ته کتابونه ډالۍ کول.

هغه د سلواغې په ۱۲ په کابل کې د طالبانو امنیتي ساتوونکو ونیو او په بند کې یې واچوه. همداشان د رپوټونو له مخې د پوهنتون بل استاد اسماعیل رحماني هم شاوخوا دوه اونۍ دمخه په کابل کې طالبانو امنیتي ساتوونکو له خوا نیول شوی و.

همداشان ځینو سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې د مدني ټولنې یو فعال فردین فدايي د طالبانو په بند کې دریو اونیو د تیرولو وروسته طالبانو په ضمانت له بند څخه خوشې کړی دی.

د افغانستان د بشري وضعیت د ارزولو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ تیره اونۍ د طالبانو له زندان څخه د مدني ټولنې د شپږو فعالینو د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي بنیټ د فبرورۍ په ۲۴ ( کب پنځم) د خپل ټویټر په پاڼه د طالبانو له خوا په خپلسر د مدني ټولنې د فعالینو نرګس سادات، زکریا اصولي، اسماعیل مشعل او نورو په نیولو باندې اندیښنه څرګنده کړې وه.

د " افغانستان د مقتدرو ښځو اصلي غورځنګ بنسټ ایښودونکې" مونسې مبارز هم ویلي، چې دا دوه استادان تیره ورځ د طالبانو له بند خوشې شوي دي. خو میرمن مبارزویلي، چې د ښځو د حقونو د فعالې نرګس سادات، چې د افغانستان د مقتدر ښځو اصلي غورځنګ غړې ده په اړه یې لا هم معلومات نشته دی.

طالبانو میرمن سادات شاوخوا درې اونۍ وړاندې د کابل ښار د درییمې امنیتي حوزې د کارته چهار په سیمه نیولې وه او په بند کې یې اچولې ده.

میرمن مبارزویلي، چې میرمن سادات مجرمه نه ده او باید ژر ترژره د طالبانو له بند خوشې شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو سره سم په کابل او ولایتونو کې په خپلسر د ښځو او بشري حقونو د فعالینو، مدني فعالانو، د پوهنتون د استادانواو خبریالانو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.

یو شمیر ښځو د طالبانو له زندان څخه د خوشې کیدو وروسته ادعا کړې، چې په زندان کې شکنجه شوي او حتی، چې وهل او ډبول شوي دي.

طالبانو دا ډول ادعاوې په بشپړ ډول ردې کړي دي. ددې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د بشري حقونو د شاتګ په برخه کې د عدالت د ټینګیدو لپاره په یوه ترتیب شوې عریضه کې ویلي و، چې طالبانو بیا د تاوتریخوالي په پیلولو سره افغانستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکوي.

دغه سازمان د فبرورۍ په ۱۴ ( سلواغې ۲۵) ویلي و، چې طالبانو په ۲۰۲۱ میلادي کال اګسټ کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د بشري حقونو څخه د سرغړونو یو نوی پړاو پیل کړی دی او واک ته د طالبانو رسیدلو یو کال وروسته افغانستان د ویجاړتیا په یو نه ستنیدونکي درشل کې ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG