د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان نړیوالو ته: په رسمیت مو وپېژنئ ځکه دا د دواړو اړتیاده


د طالبانو حکومت یو ځل بیا له امریکا او نورو هیوادونو وغوښتل چې حکومت یې په رسمیت وپیژني او خبرداری یې ورکړ که چیرې حکومت یې په رسمیت و نه پیژندل شي او په بهر کې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې نشي، دغه کار به نه یواځې افغانستان بلکه نړې ته هم ناوړه عواقب ولري.

د طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ اکټوبر ۳۰ (لړم ۸) په کابل کې په یوې خبري ناستې کې وویل:"د افغانستان په رسمیت پېژندل یوه دوه اړخیزه اړتیا ده. د نړۍ هیوادونه دې ته ضرورت لري چې مونږ په رسمیت وپیژني ځکه که دوی غواړي چې امنیت رامنځته شي او د دوی هیوادونو ته کوم ګواښ متوجه نشي، دوی باید مونږ د یوه مسئول هېواد په توګه په رسمیت وپیژني چې مونږ هم د دوی په وړاندې خپل مسئولیتونه ادا کړو."

هیڅ کوم هیواد تراوسه پورې طالبان چې د اګست په میاشت کې یې په افغانستان خپله ولکه ټینګه کړه، د حکومت په توګه په رسمیت نه دي پيژندلي او د افغانستان په میلیاردونو ډالره شتمني په داسې حال کې په بهر کې کنګل شوېده چې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

ډير هېوادونه ټينګار کوي چې د طالبانو حکومت به ترهغه وخته په رسمیت ونه پیژني چې ټول شموله نه وي او اقلیتونه او ښځې په کې ونډه ونه لري.

مجاهد زیاته کړه له امریکا او د نړۍ له ټولو هیوادونو سره تعلقات غواړي خو په افغانستان کې به هیڅ هیواد ته د پوځي‌ حضور اجازه ورنه کړي. هغه وویل: "مونږ غواړو چې له ټولو سفارتونو سره روابط ولرو، امریکا حق لري چې افغانستان کې حضور ولري او له مونږ سره تعامل ولري خو دا تعامل به د دوی د پوځي اډو د منلو په مانا نه وي، ځکه ضرورت ورته نشته او افغانستان د بهرنیو ځواکونو او اډو د موجودیت له امله ډیر زیان لیدلی، له دې وروسته بهرنې مداخلې ته فرصت نشته."

که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی ، خو د ګڼ شمیر هیوادونو لوړ پوړو چارواکو په کابل او بهر کې د طالبانو له مشرانو سره خبرې کړېدي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د تیرې اونۍ په سر کې په قطر کې له طالب چارواکو سره خبرې وکړې.

ذبیح الله مجاهد په دې خبري ناستې کې وویل، چین ژمنه کړې چې په افغانستان کې په ترانسپورتي تاسیساتو باندې پانګونه وکړي او د پاکستان له لارې د چین مارکیټ ته د افغانستان صادراتو ته اجازه ورکړي.

ښاغلي مجاهد د افغانستان په سرحدي دروازو کې د ستونزو په تیره بیا له پاکستان سره په پوله د تورخم او سپین بولدک د دروازو په ستونزو باندې په تفصیل سره خبرې وکړې.

پاکستان دغه هیواد ته د افغانانو په ورتګ باندې قیودات زیات کړيدي او په سلګونو افغانان چې سپین ږیري، ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي د تورخم په دروازه کې پاکستان د اوښتو په هیله څو ورځې تیروي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ یا یو ان اچ سي آر تیره میاشت خبرداری ورکړی و، چې د روان عیسوي کال تر پایه ښايي نیم میلیون افغانان ګاوڼدیو هیوادونو ته مهاجر شي، دغې کمیشنرۍ د افغانستان له ګاونډیو غوښتي چې د افغان کډوالو پرمخ خپلې پولې پرانیستې وساتي.

XS
SM
MD
LG