د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ تړون د یو روسي شرکت سره لاسلیک کړ


د خواف - هرات د اوسپنۍ پټلۍ لومړۍ برخه
د خواف - هرات د اوسپنۍ پټلۍ لومړۍ برخه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي له یو روسي شرکت سره یې د خواف - هرات ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د غځولو قرارداد لاسلیک کړی چې په بشپړیدو سره به یې افغانستان د ایران او ترکیې له لارې د اروپا د اوسپنې د پټلۍ له شبکې سره ونښلول شي.

ددغې ۴۷ کیلومتره پټلۍ د غځولو لګښت ۵۳ میلیونه ډالر ښودل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې د غځولو تړون د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري ۹) د افغانستان اوسپنې پټلۍ د ادارې د سرپرست او د ګاما ګروپ روسي شرکت د یو استازي ترمنځ لاسلیک شو.

ددې تړون د لاسیلک په مراسمو کې د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د روسیې د اوسپنې د پټلۍ مرستيال ایلیا کازاکوف هم ګډون کړی وو.

ټاکل شوې چې د دغه پروژې چارې به د شاوخوا دوه کلونو په موده کې بشپړې شي. د اقتصادي چارو یو کارپوه نازک میر زیارمل وايي چې د افغانستان په څیر په وچه کې راګیر هیواد لپاره د اوسپنې پټلۍ غځیدل خورا زیات اهمیت لري او ددغې پروژې په بشپړیدو سره به په افغانستان کې د سوداګریزو مالونو باندې ترانسپورټي لګښت ډیر را کم شي.

ښاغلي زیارمل وویل: "تمه او هیله داده چې د اوسپنې د پټلۍ پروژې که د افغان – ترانس پروژه ده او که هغه د اقینه څخه تر مزار پورې ده او یا د هرات – خواف پروژه ده ... ددې سره به د افغانستان ډیر اقتصادي مشکلات حل شي."

ښاغلی زیارمل وايي چې افغانستان ډیر کانونه لري خو اکثره پانګوال د کانونو په سکټور کې په دغه هیواد کې د زیربناو په ځانګړي ډول د اوسپنۍ د پټلۍ د شبکې د نشتون له امله پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

هغه وویل: " افغانستان په پوره پیمانه باندې کانونه لري خصوصآ کانونو ډبرۍ که پر بل هر ترانسپورټ بهرنیو مارکیټونو ته انتقالیږي پرې زیات مصرف راځي."

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په دې خبرپاڼه کې ویلي چې دا د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ پروژې وروستۍ برخه ده، چې له رباط پریان څخه پيل د هرات نړیوال هوايي ډګر او صنعتي ښارګوټي ته رسیږي چې د دغه برخې په بشپړېدو سره به د خواف - هرات د سیمه‌ ییز اتصال پروژه افغانستان د ایران له مهمو بحري بندرونو سره وصل کړي او د ترکیې د اوسپنې پټلۍ شبکې له لارې به اروپا ته لار ومومي.

پر دې سربېره به د افغانستان له خاورې ددغې پټلۍ په تېرېدو سره د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د کچې لوړېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.

دا دفتر وايي چې د دغې پروژې په جوړېدو سره به په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې هم د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو ته زمینه برابره شي.

افغانستان اوسمهال ۱۳۵ کیلو متره د اوسپنې پټلۍ لري چې د اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران ترمنځ د توکو په انتقال کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. په عین وخت کې د اوزبیکستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د اوسپنې د پټلۍ افغان - ترانس پروژه هم پام کې ده چې په راتلوونکو کلنو کې به یې د غځولو کار پیل شي. خو اوس دا پروژه په لومړنیو پړاو کې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG