د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: زابل کې د 'تورې' اوبو بند جوړولو چارې پیل شوې


په افغانستان کې د وچکالۍ اغېزو کمېدو او د سېلابي اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي په هدف د طالبانو حکومت د زابل ولایت د «تورې» اوبو بند جوړولو چارو پيلېدو خبر ورکړی دی.

په زابل ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه ییز مسؤلین وايي دغه بند چې ۲۵ متره جګوالی او ۷۵ متره عرض لري د جوړولو چارې یې تېره ورځ پرانیستل شوې.

په زابل ولایت کې د ترنک سندیزې حوزې د رئیس ذوالفقار د معلوماتو په اساس دغه بند به د ۲.۹ میلیون متره مکعبه اوبو ذخیره کولو سره ۶۰۰هکتاره ځمکه خړوبه کوي. دغه بند د زابل مرکز کلات ختیځ څلور کیلومترۍ «تورې» سیمه کې موقعیت لري.

تر دې مخکې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت هم د اوبو مدیریت په هدف په ۲۱ ولایتونو کې ۴۴ لویو او وړو بندونو چارو پیلېدو خبر ورکړی و چې په دغه بندونو کې د ازبل ولایت د تورې اوبو بند جوړولو چارې هم شاملې وې.

بلخوا د طالبانو حکومت د اوبو او نرژۍ وزارت وايي د «تورې» بند چې ۹۷ میلونه افغانۍ لګښت پرې راځي د جوړولو چاري به یې په نهو میاشتو کې بشپړه شي.

یاد وزارت ویلي چې د دغه بند د جوړېدو نقشه او ډیزاین داخلي انجینیرانو لخوا تر سره شوې چې د سېلابونو او باران اوبو د کنټرول پوره ظرفیت لري. د ځمکو خړوبولو ترڅنګ به د څښاک اوبو لپاره هم ورڅخه ګټه واخیستل شي.

افغانستان چې په وچه کې پروت هیواد دی د روانو اوبو لویې زېرمې نلري او تکیه یې تر ډېره د ژمې په موسم کې پر واورو او بارانونو او تر ځمکې لاندې اوبو باندې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اقلیمې تغیراتو له امله په دغه هیواد کې د واور او بارانونو د کم ورښت له امله د وچکالۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا (IOM) تیر کال ویلي و چې په افغانستان کې به د روانې وچکالۍ له امله ۱۷ میلیون افغانان چې د دغه هیواد د ټول نفوس ۴۲سلنه برخه جوړوي اغېزمن شي.

افغانستان چې ۸۰ سلنه وګړي یې په کښت او کرونده مصروف دي، خو د خپلو کروندو او باغونو د خوړبولو لپاره په کافي انداز اوبه نلري. ویل کیږي چې د دغه هیواد کې اوبه د لازمو بندونو د نشتوالي له امله یو شمېر ګاوندیو هیوادونو ته بهیږي.

XS
SM
MD
LG