د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اتومي موافقې پر سر خبرې راروانه اونۍ بیا پیلیږي


د خبرو اتم دور د همدې را روانې دوشنبې په ورځ په ویانا کې پیلیږي.
د خبرو اتم دور د همدې را روانې دوشنبې په ورځ په ویانا کې پیلیږي.

ټاکل شوې د اتریش په پلازمینه ویانا کې د ایران د اتومي موافقې پر سر خبرې اترې چې تیره اونۍ د ایران په غوښتنې ځنډول شوې وې، را روانه اونۍ بیرته پیل شي.

د اروپایي اتحادیې دیپلومات انریکه مورا چې ددې خبرو مشري کوي نن پنجشنبه ډسمبر ۲۳ (مرغومي ۲) په ټویټر کې لیکلي چې د ویانا خبرې به د همدې روانې ډسمبر میاشتې په ۲۷مه د دوشنبې په ورځ پیل شي.

ښاغلي مورا لیکلي، "د ګډ هر اړخیز پلان عمل (JCOPA) ګډ کمیسون به د راتلونکو اقداماتو په هکله د خبرو لپاره راغونډ شي".

دغه جګپوړي اروپایي دپلومات همدارنګه لیکلي چې، " مهمه ده په عمده موضوعاتو خبرې په چټکه توګه پیل شي او مخکې ولاړ شو. د متحده ایالاتو سره د نږدې نه کار کوو. اتمي دورې ته ښه راغلاست".

د ایران اتومي موافقه چې رسمي نوم یې د ګډ هر اړخیز پلان عمل دی، په ۲۰۱۵ کال کې د دې هیواد او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو تر منځ لاسلیک شوې وه.

په ویانا کې دا خبرې د همدې کال د نومبر په میاشت کې تر پنځو میاشتو ځنډ وروسته پدې نیت پیل شوې چې متحده ایالات او ایران بیرته پدې موافقې کې ورګډ کړل شي.

د چین، بریتانیې، فرانسې، جرمني او روسیې استازي پدې خبرو کې د ایراني استازو سره خبرې اترې کوي او متحده ایالات پکې په غیر مستقیمه توګه برخه لري.
پدې خبرو کې د امریکا مرکچي راب مالي د همدې تیرې سه شنبې په ورځ د ایران د موافقې د بیرته احیا کولو لپاره د دیپلوماسۍ د ناکامیدو په صورت کې د "بحران زیاتیدو" د دورې خبرداری ورکړی.

اروپایي چارواکو هم خبرداری ورکړی که چیرته ایران خپل اتومي فعالیت ته په هماغې چټکۍ دوام ورکړي لکه د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا یې چې کوي، دغه اتومي موافقه به متروکه شي.

سره لدې چې ایران ادعا کوي اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو لویدیځ ځواکمن هیوادونه وایي د دې هیواد د غني شویو یورانیمو ذخیره د دې مقصد څخه چې ایران یې ادعا کوي، ډیر پورته دي او ښایي د اتومي وسلې د جوړولو لپاره ترې کار واخیستل شي.

ایران په ۲۰۱۵ کال کې پدې موافقې کې منلې وه چې د بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیت محدود کوي.

خو د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د ایران د موافقې نه ووت او پدې هیواد یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول. ایران د امریکا د دې اقدام په ځواب کې نه یوازې د غني شویو یورانیمو اندازه ډیره کړله بلکې تر شلو فیصدو پورته د یورانیمو غني کول یې هم پیل کړل.

XS
SM
MD
LG