د لاس رسي وړ اتصالات

وهابوف: د تاشکند کنفرانس موخه افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي د هڅو همغږي ده


په واشنګټن کې د اوزبیکستان سفیر جاولن وهابوف
په واشنګټن کې د اوزبیکستان سفیر جاولن وهابوف

د اوزبیکستان چارواکو ویلي چې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره دوه ورځنی کنفرانس سبا دوشنبه ۲۵ جولای (چنګاښ ۴) ددغه هېواد په پلازمېنه تاشکند کې پیلیږي.

ټاکل شوې ده چې د اوزبیکستان په کوربه توب، په دغه نړیوال کنفرانس کې، د طالبانو پلاوی او د شاوخوا ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه ولري.

په واشنګټن کې د اوزبیکستان سفیر جاولن وهابوف ویلي چې د تاشکند په کنفرانس کې به د طالبانو د پلاوي تر څنګ، د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی تاماس ویسټ هم ګډون ولري.

ښاغلی وهابوف وايي، د تاشکند د غونډې اصلي موخه دا ده چې په دغه هېواد کې د روان بشري ناورین د قابو کولو دپاره نړیوال سیاسي او اقتصادي اقدامات او هلې ځلې همغږي شي.

هغه وايي، په دې غونډه کې به د افغانستان اړمنو خلکو ته د اغیزناکو او عاجلو مرستو د برابرولو په اړه خبرې وشي.

په واشنګټن کې د اوزبیکستان سفیر وايي، د تاشکند د غونډې بل هدف د نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې ترمنځ د موثر ډیالوګ رامنځ ته کول او په دې اړه د ګډ دریځ نیول دي.

طالب چارواکو ویلي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ یو پلاوی په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره نن تاشکند ته رسیدلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل خبریالانو ته وویل چې دغه پلاوی به د کنفرانس له ګډونوالو سره د افغانستان په اړوند مسلو خپل نظر شریک کړي.

پدې ترڅ کې هندي رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوال کنفرانس کې به د دغه هیواد یو پلاوی هم ګډون وکړي.

په تاشکند کې دا کنفرانس پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د یو کال پوره کیدو په درشل کې جوړیږي.

تېره اونۍ د اوزبیکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادمیرناراف په مسکو کې خبریالانو ته ویلي وو چې د دغه کنفرانس په اړه چمتوالی بشپړ شوی او په کې به د افغانستان ترڅنګ په نورو سیمه ییزو موضوعاتو هم خبرې وشي.

ښاغلي ناراف ویلي و، په دغه کنفرانس کې د طالبانو د پلاوي ګډون په دې معنی نه دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل کیږي.

تراوسه لا د کنفرانس اجندا په بشپړه توګه معلومه نه ده خو د سیاسي چارو یو شمیر افغان کارپوهان د طالبانو د واکمنۍ د یو کال پورته کیدو او د طالبانو له حکومت سره په تیر یو کال کې د نړیوالې ټولنې د چلند او د بشري حقونو په ګډون په یو شمیر مسئلو د طالبانو د حکومت د ژمنو د عملي کیدو په برخه کې دا کنفرانس مهم ګڼي.

د سیاسي چارو ځینې افغان کارپوهان د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې فعالیتونو ته په کتنې، وايي دا هېوادونه له افغانستان څخه خپلو هیوادونو ته د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو له پراخیدو څخه اندیښنه لري.

د سیاسي چارو کارپوه رضا قاسمي وايي چې د تاشکند د کنفرانس د جوړیدو هدف د دې سربیره چې د سیمې د هیوادونو اندیښنې به منعکسې کړي، ترڅنګ یې تاشکند غواړي له کابل سره په دوه اړخیزو اړیکو هم تمرکز وکړي.

ښاغلي قاسمي: "د سیمه ییز امنیت په برخه کې اوزبیکستان د خپلو سرحدونو د امنیت په اړه اندیښنې لري".

د اوزبیکستان چارواکو تیره میاشت وویل، د افغانستان له خاورې څخه د هغه هیواد پر سرحدي سیمو باندې توغندي ویشتل شوي دي.

همداشان په دې وروستیو اونیو کې، په تاجکستان کې د دولت پر خلاف خوځښتونو هم د اوزبیکستان اندیښنې زیاتې کړي دي.

د طالبانو د حکومت مشرانو په پرله پسې ډول نړۍ او خپلو ګاونډیو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم هیواد پرخلاف ونه کارول شي.

طالبان چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې واک ته رسیدلي، تر اوسه هیڅ کوم هیواد په رسمیت نه دي پیژندلي.

خو طالبانو د روسیې او چین په ګډون په یو شمیر ګاونډیو او د سیمې هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې خپل دیپلوماتان ګمارلي او دغو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي دي.

XS
SM
MD
LG