د لاس رسي وړ اتصالات

وانګ یې: افغانان تر بل هر وخت سولې ته نژدې شوي


د چین د بهرنیو چارو چارو وزیر وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی لا هم روان دی، خو افغانان تر بل هر وخت سولې ته نژدې شوي دي.

وانګ یې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د لیدنې پر مهال ویلي "په افغانستان کې تر کلونو جګړو او تاوتریخوالي وروسته سوله راتلونکې ده."

هغه که څه هم په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی، خو زیاته کړې ده چې افغانان هېڅ کله دومره سولې ته نه دي نژدې شوي لکه نن ورځ.

نوموړي په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره د ټولو ښکېلو اړخونو ترمنځ د مخامخ او هر اړخیزو خبرو پیلېدو غوښتنه کړې ده.

د «ECNS» په نوم د چین د دولتي خبري اژانس د راپور له‌مخې نوموړي ویلي، چې چین او تاجکستان د افغانستان د ګاونډیانو په توګه د سولې د روان بهیر په اړه خپلو کې پوره همغږي لري چې په افغانستان کې څه ډول سوله رامنځته شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په افغان سوله کې د خپل هېواد د مثبت رول په اړه ډاډ ورکړی دی. نوموړي د دوشنبې په ورځ «غوايي ۳۰» د تاجکستان له ولسمشر سره ولیدل.

وانګ یې ویلي، چین هېڅ کله هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې بلکې، غواړي سولې د سولې په بهیر کې مهم رول تر سره کړي.

نوموړي د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو روانو خبرو ته په اشارې هم ویلي"موږ هیله من یو چې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو مذاکرات داسې یوې نتیجې ته ورسېږي چې د دغه بهیر لپاره ګټور تمام شي او هیله من یو چې نور اړخونه هم د افغانستان په اړه خپل مهم رول تر سره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي تېره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له مرستال سره هم د افغان سولې په اړه خبرې کړې وې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې هم کابل ته د سفر پرمهال پر طالبانو غږ کړی و چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښیني.

XS
SM
MD
LG