د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: د افغانستان حاکمیت ته درناوی کوو


امریکا، روسیه او چین د افغان سولې لپاره گډې هڅې کوي
امریکا، روسیه او چین د افغان سولې لپاره گډې هڅې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د روسیې او چین له استازو سره پر افغان سولې خبرې کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد د افغانستان لپاره د روسیې او چین د استازو سره له کتنې وروسته ویلي چې دوی "د افغانستان حاکمیت ته درناوی کوي."

په دغه ناسته کې د امریکا، روسیې او چین استازو د افغان سولې په اړه پر ګډو هڅو او د افغانستان خپلواکۍ ته پر احترام کولو ټینګار کړی دی.

تېره ورځ ناوخته په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان لپاره د امریکا، روسیې او چین ځانګړو استازو هوکړه وکړه چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره به ګډې هڅې کوي."

همدارنګه د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه ناستې ګډونوالو په ټینګار سره وویل چې د افغانستان خپلواکۍ، تمامیت ارضي او حاکمیت ته پوره درناوی لري او د دوی په خپره افغانانو ته باید دا حق ورکړل شي چې هغوی خپله د خپل هېواد د سیاسي، اقتصادي، او امنیتي راتلونکي‌ په اړه پرېکړه وکړي.

په دغه ناسته کې د روسیې او چین د استازو ترڅنګ د اروپايي اتحادیې استازي رونالد کوبیا هم ګډون کړی و.

بیان وايي، چې په دغه ناسته کې د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان لپاره د روسیې او چین استازي ضمیر کابلوف او دنګ زیجن هوکړه وکړه چې د افغان سولې په اړه ورته ناستو ته به دوام ورکوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي‌ خلیلزاد هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې د افغان سولې په اړه یې د روسیې او چین له استازو سره کتلي او پر دې هوکړه شوې چې د افغانستان حاکمیت ته به درناوی کوي.

هغه ویلي: "موږ اعلان وکړ چې د افغانستان خپلواکۍ ته احترام لرو، سوله د ټولو افغانانو لپاره غواړو، د داسې یو افغانستان غوښتونکي یو چې هېڅ کله زموږ په وړاندې ګواښ پکې ونه اوسي".

ښاغلی خلیلزاد دغه څرگندونې وروسته له هغې کړې دي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب واشنگټن ته په خپل وروستي سفر کې پر هغه لفظي برید وکړ او هغه یې د افغانستان د دولت نه د "مشروعیت په اخیستلو" تورن کړ.

XS
SM
MD
LG