د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: افغان مذاکراتي پلاوی د ولس ریښتینی انځور څرګندوي


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت لخوا د سولې مذاکراتي پلاوي د ټاکل کېدو هر کلی کړی او هغه یې یو «ټول شموله» پلاوی بللی دی.

ارګ تېره اونۍ اعلان وکړ چې د یاد پلاوي غړي له ډېر غور او د ټولنې له اغېزناکو اقشارو سره تر سلا مشورو وروسته ټاکل شوی چې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې به د افغان حکومت استازيتوب وکړي.

ښاغلي خلیلزاد پرون جمعه مارچ ۲۷(وري اتمه) د یاد پلاوي ټاکل کېدو په اړه افغان حکومت، د سیاسي او مدني ټولنو استازو ته د مبارکي په ویلو سره څرګنده کړې چې یاد پلاوی د «ولس ریښتینی انځور او د ښځو رغنده ونډه څرګندوي»

نوموړي په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي: "غواړم چې افغان حکومت، سیاسي او د مدني ټولنې مشرانو ته د سره راټولیدلو مبارکي ورکړم. دوي له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه ټولشموله مذاکراتي ډله جوړه کړې ده. د اسلامي جمهوریت پلاوی د ولس د ریښتینی انځور او د ښځو د رغنده ونډې څرګنداوی کوي."

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې دغه اجماع، یو با مفهومه ګام دی چې ټولې خواوې د بین الافغاني مذاکراتو لور ته ډیرې نږدې کوي.

افغان حکومت د تېرې پنجشنبې په ماښام له طالبانو سره د سولې خبرو پرمخ وړلو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ یو ۲۱ کسیزه پلاوی اعلان کړ.

په اعلان شوي پلاوي کې معصوم ستانکزی، فاطمه ګیلاني، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ،باتور دوستم،کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتي، خالد نور او ډاکټر امین احمدي شامل دي

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفارت هم د افغان حکومت لخوا د سولې د مذاکراتي پلاوي د اعلان هر کلی وکړ.

XS
SM
MD
LG