د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اچ او: شری په خوار ځواکۍ د اخته افغان ماشومانو ژوند ګواښي


افغان ماشوم په روغتون کې
افغان ماشوم په روغتون کې

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې په شري باندې د اخته کېدو په پېښو کې زیاتوالی په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ اخته میلیونونو ماشومانو ژوند ګواښي.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له میاشتې د روان کال تر جنورۍ میاشتې پورې په افغانستان کې د شري ۳۵۳۰۰ مشکوکې پېښې او د ۱۵۶ ماشومانو مړینه ثبت شوېده. خو کوم څه چې اندېښنه زیاته کړېده، هغه په تیره میاشت کې د شري په پېښو چټک زیاتوالی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د جنورۍ د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د شري په پېښو د ۴۰ فیصده زیاتوالي خبر ورکړی. که څه هم له دغې ناروغۍ څخه د ماشومانو د مړینې کچه ټیټه ده، ډبلیو اچ او خبرداری ورکوي چې ښایي په راتلونکو اونیو کې زیات شمیر ماشومان د شري له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د WHO ویاند کریستین لنډمیر وايي په افغانستان کې د شري له امله د رامنځته شویو مړینو په اړه هروخت خبر نه ورکول کیږي، په همدې خاطر ښايي له دغې ناروغۍ څخه د مړینې کچه ډیره لوړه وي.

ښاغلی لنډ میر وايي: "په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د لوړې کچې له امله د شري په پېښو کې زیاتوالی د ډیرې اندېښنې وړ دی. خوارځواکي بدن کمزوری کوي او ماشومان د شري په شان ناروغیو په وړاندې له زیات خطر او حتی مرګ سره مخامخ کوي. پردې برسیره، شری د بدن د معافیت سیستم ته هم زیان رسوي."

د خوړو نړیوال پروګرام وايي افغانستان د خوراکي توکو له بیساري بحران سره مخامخ دی. دغه سازمان زیاتوي چې په هرو دریو افغانانو کې یو کس کافي خواړه نه خوري او د دوه د میلیونو په شاوخواکې ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

ښاغلی لنډمیر وايي شری یوه ساري ناروغي ده او هغه ماشومان چې واکسین شوي ندي ورباندې داخته کېدو او مړینې له لوړ خطر سره مخامخ دي.

هغه وايي د تیرکال د ډسمبر په میاشت کې د شري د مخنیوي لپاره د واکسین یو پراخ کمپاین ترسره شو، هغه زیاتوي چې په دې کمپاین کې یو اعشاریه ۵ میلیونه ماشومان په هغو ولایتونو کې واکسین شول چې د شري له امله ډیر اغېزمن شویدي.

ښاغلي لنډ میر وویل:" WHOد شري د واکسین د یوه پراخ کمپاین د طرحې له جوړولو سره مرسته کوي، دغه کمپاین ښايي د مې په میاشت کې یا مخکې پیل شي او په ترڅ کې به یې په ټول افغانستان کې له ۳ میلیونو زیات ماشومان واکسین شي.


د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د واکسین او کتلوي معافیت عادي پروګرامونه د شري په وړاندې د ماشومانو د وقایې غوره لار ده. دغه سازمان د نړۍ له هیوادونو غواړي چې د خپل نفوس ۹۵ فیصده خلکو ته دې لږ ترلږه د شري د واکسین ۲ ډوزه تطبیق کړي.

XS
SM
MD
LG