د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له نویو تغیراتو سره ټول هیواد کې د الکترونکي تذکرو وېشلو بهیر پیل شوی


بریښنایي تذکره
بریښنایي تذکره

د طالبانو د حکومت د احصايي او معلوماتو ملي اداره وايي، په ټول افغانستان کې د الکترونیکي تذکرو وېشلو بهیر بیرته په عادي ډول پیل شوی دی.

د دغه ادارې ویاند محمد حلیم رافع د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۰ (لړم ۲۹) امریکا غږ ته په لېږلي پیغام کې وویل چې له کوریا څخه د افغانستان د الکترونیکي تذکرو (کاربونیت) کارټونه افغانستان ته رسېدلي چې ورسره سم د تذکرو وېشلو بهیر په عادي ډول پيل شوی دی.

د افغانستان د الکترونیکي تذکرو کارتونو تړون د جنوبي کوریا له یو خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی چې د مسؤلینو په وینا په لومړۍ جوپه کې به د الکترونیکي تذکرو درې میلیونه کارتونه چاپ کړي.

د طالبانو د حکومت د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویاند زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان ته ۱.۷ میلیون الکترونیکي تذکرې ته رسېدلي او ۱.۳ میلیونه نورې د انتقال په حالت کې دي.

ښاغلي رافع زیاته کړه: "د نویو کارتونو له رارسېدو سره سم د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر بیرته عادي بڼه خپله کړې ده. همدارنګه په کابل کې پنځلس مرکزونه فعال دي. په ټول هیواد کې ۷۰ مرکزونه فعال لرو چې د الکترونیکي تذکرو برخه کې خدمات وړاندې کوي."

په الکترونیکي تذکرو کې نوي تغیرات

د طالبانو حکومت حکومت د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویاند همدارنګه وویل چې د الکترونیکي تذکرو په تازه چاپ شویو کارتونو کې ځينې تغیرات هم راغلي دي.

هغه وویل چې د تذکرې منځنۍ لوګو چې مخکې کوچنۍ وه اوس غټه شوې، په تذکره کې د کورنیو چارو وزارت پر ځای د ( احصايي او معلوماتو ملي اداره) لیکل شوې او په سیسټم کې د ولایت ترڅنګ د ولسوالۍ لیکل هم زیات شوي دي.

د نوموړي په وینا یادې الکترونیکي تذکرې لس کلن اعتبار لري او اخیستونکی یې باید لس کاله وروسته خپل تذکره نوې کړي.

هغه وویل چې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته ۲.۵ میلیون کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوي او په ټوله ییزه توګه ۸.۶ میلیون افغانانو الکترونکي تذکرې تر لاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې یو کال راپدېخوا په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته د الکترونیکي تذکرو وېشلو بهیر ټکنی شوی و.

XS
SM
MD
LG