د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان ادعا کوي چې هزاره طالب قومندان مولوي مهدي یې وژلي


د طالبانو حکومت دفاع وزارت، له دوی څخه د جلا شوي قوماندان مولوي مهدي د وژل کېدو خبر ورکړ.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت نن چهارشنبه اګست ۱۷ (زمري ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې مولوي مهدي د هرات ولایت اړوندې سرحدي سیمه کې د دوی په وینا ایران ته د اوښتو پر مهال وژل شوی دی.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي: "د سرپل ولایت په بلخاب کې د اسلامي امارت په خلاف، مهدي نومی له بغاوت وروسته له څو تنو ملګرو سره غرونو ته تښتیدلی و او غوښتل يې چې ایران ته تېښته وکړي، د کشف او استخباراتو سرحدي ځواکونو له خوا د هرات او ایران ترمنځ په سرحدي سیمه کې په نښه او د خپلو اعمالو په سزا ورسېد."

طالبانو د دغه پېښې رامنځته کېدو د کره نېټې په اړه معلومات نه دي ورکړي چې دغه پېښه کله رامنځته شوې ده.

مولوي مهدي په افغانستان کې له هزاره قوم څخه د طالبانو له پخوانیو قوماندانانو څخه و چې په دې وروستیو کې له هغوی څخه جلا شوی و او په وسله وال مخالفت یې لاس پوري کړی و.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته مولوي مهدي د طالبانو لخوا د بامیانو ولایت د استخباراتو د عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی و، خو تر څه مودې وروسته له یادې دندې څخه لیري کړای شو. د هغه د لیري کېدو ښکاره دلیل تر دا مهاله نه و معلوم شوی.

ښاغلی مهدي له دندې څخه تر لیري کېدو وروسته خپل پلرني ټاټوبي بلخاب ته ولاړ او له هغه ځایه یې د طالبانو له حکومت سره خپل مخالفت اعلان کړ.

ویل کیږي چې د نوموړي تر جلا کېدو وروسته طالبانو هغه د خبرو لپاره پلاوي ور استولي و، خپله مولوي مهدي له هغه سره د طالبانو د پلاوي د ورتګ په اړه ویلي چې په دې وروستیو کې د طالبانو څو پلاوي ورغلي چې اختلافات هوار شي.

دغه هزاره طالب قومندان په دې اړه ویډیویي پیغام کې په تنده لهجه ویلي ‌وچې" هغوی د افراط خلک ندي ، نه د ظلم او ستم او نه هم ظلم مني. لکه څنګه چې وینئ، په دې وروستیو کې د امارات څو پلاوي راغلل. له هغوی سره مو دوستانه او د ورورولۍ خبري درلودې... له هغوی مو څه غوښتل؟ په خدای قسم یوازې ورورولي، برابري او له اجتماعي عدالت پرته مو بل څه ندي غوښتي او نه یې غواړو."

مهدي د خپلو خبرو په یوې برخه کې ویلي په تیرو ۴۰ کلونو کې بیلابیلو ډلو هڅه کړې چې یو بل له سیاسي او نظامي صحنې څخه لري کړي خو دې ډول کړنو نه پخوا او نه هم په راتلونکې کې نتیجه ورکړي.

تر هغه وروسته د طالبانو دفاع وزارت د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د خپل یو جلا شوي قوماندان، مهدي مجاهد د پلویانو پر ضد د تصفیوي عملیاتو خبر ورکړ.

د طالبانو دفاع وزارت پرون شنبه جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د څو ورځو راهیسې یې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د "بغاوتګرو" پر ضد پراخ تصفیوي عملیات پيل کړي دي.

تر هغه وروسته د یوناما لخوا د یادو عملیاتو له امله د ګڼو ملکي وګړو د بېځایه کېدو او یو شمېر نورو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شول. خو طالبانو هغه مهال د ملکي وګړو وژل کېدل رد کړي و.

د مولوي مهدي پلویانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG