د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: فراه کې د لوړ پوړو طالب مشرانو او خلکو حضور کې د 'قصاص' حکم اجرا شو


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا واکمن کېدو وروسته په لومړۍ ځل په فراه ولایت کې پر یوه کس د "قصاص" حکم د جاري کېدو خبر ورکر.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهار شنبې ډسمبر اوومه (لېندۍ ۱۶) پر خپل ټویټر پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د تاجمیر په نوم کس نن د فراه ولایت په مرکز کې د خلکو په وړاندې "قصاص" شو.

په فراه ولایت کې د طالبانو حکومت ځايي مسؤلینو د ټولنیزو رسنیو له لارې پیغامونو کې د دغه ولایت له اوسېدونکو څخه غوښتي و چې د قصاص د سزا لیدو ته ورشي.

د اعلامیې له مخې د قصاص د سزا د تطبیق په مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د سترې محکمې د مشر مولوي عبدالحکم حقاني تر څنګ نورو لوړپووړ طالب چارواکو هم ګډون کړی و.

د طالبانو حکومت ویاند زیاته کړې چې یاد کس د هرات ولایت دانجیل ولسوالۍ د جلواچه کلي اوسېدونکی و چې د مصطفی په نوم یې د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ بل اوسېدونکی یې وژلی و.

مجاهد ویلي چې یاد کس تر نیولو وروسته په خپل جرم اعتراف کړی و او په خبره یې د «اسلامي امارت» د درې ګونو (ابتدايي، استناف او تمیز) محاکمو لخوا تر څېړنو وروسته ورباندې د قصاص حکم صادر شوی و.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې د قصاص یاد حکم د تائید لپاره د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده سره هم شریک شوی چې له علماو سره تر احتیاطي بحثونو وروسته په «قاتل» باندې د قصاص حکم ورکړل شو.

هغه زیاته کړې: " د دغه حکم د تطبیق لپاره د هیواد سترې محکمې ته هدایت وشو چې دغه د قصاص حکم باید نن چهارشنبه د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د جمادي الاولی د میاشتې په ۱۴ تاریخ د فراه ولایت په مرکز کې د هیوادوالو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي."

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دا لومړی ځل دی چې هغوی د قصاص حکم د عملي کېدو خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده له خپلو قاضيانو سره ليدنه کې هغوی ته امر کړى و چې د شرعي شرايطو په پوره کولو سره پر تورنو کسانو "قصاص او حدود" عملي کړي.

په تیرو دوو میاشتو کې د طالبانو حکومت لخوا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور یو شمېر کسانو چې ښځې هم پکې شاملې وی د تعزیري سزاو خبر ورکړی و.

تر دې مخکې د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ او د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر بنسټونو د طالبانو لخوا په عام محضر کې د ښځو او نارینو په درو وهلو ته غبرګون ښودلی و.

یادو بنسټونو په عام محضر کې په درو د انسانانو وهل غندلي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې وه.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غربي هیوادونو او بشري حقونو ادارو هغه انتقادونه "اسلام ته بې احترامي" بللې چې د لوګر په ولایت کې د ځینو کسانو په درو وهلو په هکله یې کړیدي.

XS
SM
MD
LG