د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان سره د ۶۰۰ میلیون ډالرو مرستې هدف، پوره شوی 


ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ ۲) وویل چې د روان میلادي کال تر پایه په افغانستان کې د بشري ناورین سره د مقابلې لپاره ددې سازمان له خوا د ۶۰۰ میلیون ډالرو غوښتل شوی هدف پوره شوی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان د بشري ناورین په درشل کې دی او د هغه هیواد څه باندې نیمایي نفوس په راروان ژمي کې د کافي خوراکي‌ توکو د نشتون له خطر سره مخ دي.

وروسته له هغه چې طالبانو د روان میلادي کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، ملګرو ملتونو په سپټمبر میاشت کې په ژنیف کې د وزیرانو په کچه غونډه وکړه او له نړیوالو مرسته کوونکو څخه یې د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د ادارې یوه ویاند ینس لرکه په ژنیف کې خبریالانو ته وویل:" موږ اوس خبر ورکولی شو چې عاجله غوښتنه۱۰۰ فیصده پوره شوې ده."

اصلي مرسته کوونکي د امریکا متحده ایالات، اروپايي هیوادونه او جاپان وو چې مرسته یې وکړه څو د ۶۰۶ میلیونو ډالرو هدف پوره شي. دا مرسته په افغانستان کې ۱۱ میلیونو بیوزلو کسانو سره د مرستې لپاره ځانګړې شوېده.

د ملګرو ملتونو دغه ویاند زیاته کړه، ملګرو ملتونو او د یاد سازمان غیر حکومتي همکارو سازمانونو د سپټمبر د لومړۍ نیټې څخه بیا نومبر تر ۱۵ پورې ۷.۲ میلیونو کسانو سره د خوړو مرسته کړېده. نوموړي زیاته کړه په دې موده کې کابو ۹۰۰ زره کسانو ته صحي خدمات هم وړاندې شوي دي.

ښاغلي ینس لرکه زیاته کړه، له کابو ۲۰۰ زره وچکالۍ ځپلو کسانو سره د اوبو او له پنځو کلونو څخه ښکته له ۱۷۸ زره ماشومانو سره چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ وو، د درملنې په برخه کې مرسته شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل:"که څه هم په افغانستان کې د بانکي او مالي سیستم د مشکلاتو له امله ټوله مرسته د عمل ډګر ته داخله شوې نده او نیمایي نفوس بیړنیو مرستو ته اړتیا لري."

لرکه وویل، په دې وروستیو کې د افغانستان مختلفو سیمو ته لاسرسی ښه شوی او اوس کیدای شي چې د هغه هیواد ټولو برخو لاسرسی وشي.

نوموړي وویل:"اوسمهال ستر مشکل د هیواد د اقتصادي ماتې مخنیوی دی."

په افغانستان کې د خوراکي توکو د کموالي مشکل د وچکالۍ او اقتصادي کړکیچ له امله دی چې واک ته د طالبانو په رسیدو سره نور هم جدي شوی دی.

په افغانستان کې مالي مشکلات وروسته له هغه زیات شول چې واشنګټن د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره کنګل کړل. دا مشکلات هغه مهال نور هم جدي شول چې نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق پیسو ته د افغانستان د لاسرسي مخه ونیوله.

XS
SM
MD
LG