د لاس رسي وړ اتصالات

ویسټ: تمه نه لرم افغانې نجونې راتلونکی تعلیمي کال ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي


تامس ویسټ، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی
تامس ویسټ، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس ویسټ وايي، تمه نه لري چې په افغانستان کې به راتلونکی تعلیمي کال نجونې وکولای شي ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.

ویسټ د شنبې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۳) له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیرته پرانیستلو په اړه د طالبانو د حکومت ژمنو نتیجه نه ده ورکړې او ټینګار یې وکړ چې امریکا او نړیواله ټولنه غواړي د افغانو نجونو د پاره ښوونځي او پوهنتونونه ژر پرانیستل شي.

ښاغلي ویسټ وويل: "موږ داسې ژمنې واورېدلې چې هغوی [نجونې] به ډېر ژر ښوونځيو ته ستنې شي. په حقیقت کې دغو ژمنو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې او په اړه یې څېړنو ته اړتیا ده."

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن کابل ته په خپل وروستي سفر کې له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د نجونو او ښځو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت باید د کارپوهو افغانانو مشورې واوري.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د دفتر په خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ مارچ څلورمه (کب ١۳) خپره شوه، راغلي چې د اروپايي ټولنې دغه ډيپلومات ويلي، چې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو له زده کړو څخه ملاتړ کوي.

خبرپاڼه د نیکلاسن له قوله لیکي: "هیله لرم چې د تعلیمي مرکزونو دروازې د هلکانو او نجونو پر مخ پرانیستل شي. اسلامي امارت دې له حکومت څخه بهر د کارپوهو او تجربه لرونکو افغانانو مشورې واوري، ځکه چې دغه انحصار تېر حکومت ړنګ کړ."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې له بیاواکمنېدو وروسته، د نجونو پر مخ د منځنيو او عالي ښوونځیو دروازې وتړلې. په دې برسېره، د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو کې هم د ښځو او نجونو تحصیل تر "امر ثاني" منع کړ.

په وروستي اقدام کې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې تر "امر ثاني" پورې نجونو ته اجازه ورنکړي چې ددغه پوهنتونونو د کانکور په آزموینه کې برخه واخلي.

خو طالبانو تل د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیزونه موقتي بللي او ویلي یې دي چې د نجونو د تعلیم دپاره د اسلامي شریعت او د افغانستان د کلتور سره سم شرایطو د برابرولو دپاره هلې ځلې روانې دي.

XS
SM
MD
LG