د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفارت: افغان مېرمنې او نجونې په هره کچه د زده کړو حق لري


د افغان نجونو روباټیک ټېم
د افغان نجونو روباټیک ټېم

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت د "ساینس علم کې د ښځو او نجونو نړیوالې ورځې" په مناسبت د افغان نجونو د روباټیک ټېم د حیرانوونکي کار او فعالیت ستاینه کړې ده.

یاد سفارت چې د افغانستان لپاره له قطر څخه فعالیت کوي د شنبې په ورځ فبرورۍ یوولسمه (سلواغې ۲۲مه) د ساینس علم کې د افغان نجونو روباټيک ټېم نوښتونو ته په اشارې ویلي چې "افغان میرمنې او نجونې په هره کچه د زده کړې حق لري."

دغه سفارت زیاته کړې چې د افغانستان د نجونو روباټیک ټېم د هغوی د «امید او زحمت ایستلو» غوره بېلګه ده.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: " که افغان میرمنو او نجونو ته چانس ورکړل شي، دوی کولی شي په راتلونکي کې د نوښتګر، ټیکنالوژۍ وړ نړۍ په جوړولو کې مرسته وکړي. افغان میرمنې او نجونې په هره کچه د زده کړې حق لري."

پر همدې مهال د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) سرمنشي د یادې ورځې په مناسبت د ساینس او ټکنالوژۍ په علم کې د ښځو او نجونو پر ونډې ټينګار کړی دی.

حسین ابراهیم طه د دغه سازمان له غړو هیوادونو او اړوند بنسټونو څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو د حقوقو د تضمین او د ساینس او ټکنالوژۍ علم ته د هغوی د لاس رسي برخه کې هڅې زیاتې کړي.

د غه سازمان نن شنبه د فبرورۍ یوولسمه د "ساینس علم کې د ښځو او نجونو نړیوالې ورځې" په مناسبت اعلامیه کې پدې برخه کې د نړیوالې همکارۍ پر پیاوړتیا او ساینس علم کې د نجونو او ښځو د پوهاوي کچې پر لوړوالې هم ټینګا کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان زیاته کړې چې یاد سازمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په بورکینافاسو کې د یو کنفرانس پر مهال د ساینس او ټکنالوژۍ علم کې د ښځو د ونډې زیاتېدو او ودې قطعه نامه تصویب کړې ده.

د بیان له مخې د دغه سازمان ټولو غړو هیواونو ته سپارښتنه شوې وه چې د یادې قطعه نامې له مخې د ساینس او ټکنالوژۍ علم کې د ښځو او نجونو ونډې ته لازمه پاملرنه وکړي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم د یادې ورځې په مناسبت پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ښځو او نجونو ته د ساینسي علومو زده کړو کې باید له جنستي توپیره پرته ونډه ورکړل شي.

ښاغلي ګوتیریش په ساینس او ټکنالوژۍ کې د ښځو او نجونو د ونډې زیاتوالی د ټولو د راتلوونکي لپاره مهمه بللې ده.

د ساینس علم کې پر داسې مهال د نجونو او ښځو پر ونډې ټینګار کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د نجونو تر شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو کې د ښځو پر زده کړو تر امرثاني بندیز لګول شوی دی.

د نجونو پر زده کړو د طالبانو حکومت د بندیز پرېکړو پراخ غبرګونونه پارولي دي. د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون ګڼو اسلامي هیوادونو، د ملګرو ملتونو سازمان، د امریکا متحده ایالاتو او ګڼو نورو بنسټونو او سازمانونو له طالبانو څخه غوښتي چې پدې اړه خپله پرېکړه بیرته واخلي او نجونو او ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي و چې دوی د نجونو د زده کړو برخه کې د یو مناسب چاپېریال پر رامنځته کولو کار کوي، د شاوخوا یو کال په تېرېدو سره لا د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي نه دي پرانیستل شوي.

XS
SM
MD
LG