د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د بلوچستان د یو ستر کان قضیه حل کړه، خو بلوڅ ګوندونه یې نه مني 


د پاکستان صدر اعظم د بهرنیو پانګوالو شرکتونو له استازو سره
د پاکستان صدر اعظم د بهرنیو پانګوالو شرکتونو له استازو سره

د پاکستان حکومت له دوو نړیوالو شرکتونو سره په بلوچستان کې د سرو زرو او مسو د یو لوي‌ کان کې د کیندلو په اړه څو کلنه حقوقي قضیه حل کړه. خو بلوڅ ګوندونه یې نه مني.

د کاناډا د «بارېک » د سرو زرو او د چیلي د «انټو فیکسټا» شرکتونو په ۲۰۱۱ کې د بلوچستان د «ریکو ډک» په کان کې کارونه ځنډولي وو، د پاکستان حکومت هغه وخت دوی ته د دغې پروژې د پیلولو جواز نه و ورکړی چې بیا حقوقي دعوه پیل شوه.

اوس تازه د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې له دغو شرکتونو سره یې دا حقوقي قضیه حل کړې ده او په دغو کانونو کې به کارونه بیا پيل شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په دې کار سره به «پاکستان له پورونو خلاص او د پرمختګ او سوکالۍ» نوې پړاو ته داخل شي.

هغه لیکلي‌ دي: «زه ملت او د بلوچستان خلکو ته د بارېک د سرو زرو [کمپنۍ] د ریکو دیک کان د پراختیا د بریالي تړون، چې له لس کلنې حقوقي دعوې او مذاکراتو وروسته وشو، مبارکي‌ وایم. د ۱۱ میلیاردو ډالر جریمه به لېرې شي، ۱۰ میلیارد‌ ډالر به په بلوچستان کې پانګونه وشي او ۸۰۰۰ نوې دندې به وموندل شي.»

دا کان په جنوبي‌ اسیا کې «تر ټولو ستر کان» بلل کېږي.

د پاکستان د صدراعظم عمران خان دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې له «بارېک » د سرو زرو له شرکت سره به د نوي قرارداد له مخې پاکستان ته هغه ۱۱ میلیارد ډالر جریمه بخښل کېږي‌ چې د نړیوال بانک یوې درېیمګړې محکمې په دې قضیې کې پرې اېښې وه.

اعلامیه وايي چې د دغې پروژې یو میلیادر ډالر به د سړکونو، ښوونځیو، روغتونونو او د کان د روزنې د تخنیکي انستیتوتونو په جوړولو لګول کېږي.

د صدراعظم دفتر وايي چې د دغه کان ۵۰ فیصده ګټه به د «بارېک» د سرو زرو کمپنۍ او ۵۰ فیصده به یې پاکستان اخلي چې بیا به د فدرال او ایالتي حکومتونو ترمنځ مساوي وېشل کېږي.

د پاکستان د انرژۍ فدرال وزیر حماد ازهر خبري کنفرانس ته وویل چې دا به په پاکستان کې تر ټولو لویه پانګونه وي.

خو په بلوچستان کې بلوڅ ګوندونه وايي چې د حکومت دا تړون ورته د منلو نه دی.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې د بلوڅ ملت پاله «نیشنل ګوند» مشر جان محمد بلوڅ ویلي دي چې دا تړ‎ون د بلوڅو د «وسایلو د لوټلو او قبضې په معنا دی او دا د منلو» نه دی.

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې هره پروژه چې د سیمې د خلکو په رضات او خوښه عملي نشي، د منلو نه ګڼل کېږي.‌

بلوچستان د پاکستان یو نا ارامه او بې وزله ایالت بلل کېږي. دغلته بلوڅ بیلتون غوښتونکي له څو کلونو راهېسې د پاکستان د حکومت په مخالف وسله واله مبارزه کوي او وخت نا وخت د کارنونو او نورو عمراني پروژو په کارکوونکو او امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG