د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداګر: کراچۍ بندر کې د کانټینرونو د تم کیدو په وجه مو میلیونونه ډالر تاوان کړی


د پاکستان د کراچۍ بندر
د پاکستان د کراچۍ بندر

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې د پاکستان دننه د امنیتي مسایلو په وجه د څو میاشتو راهیسې خړې پړې شوي دي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو دغه وضعیت ددې سبب شوی چې پاکستان پر افغان طالبانو باندې د فشار راوړلو په موخه په پاکستان کې شاوخوا ۱.۴ میلیون افغان کډوال چې پدې هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري د هیواد نه د ایستلو لړۍ پیل کړې. دې کار کډوالو ته کړاونه او دننه په افغانستان کې جدي ستونزې رامنځته کړي.

ددې تر څنګ د پاکستان د حکومت له خوا پر چمن – بولدک لار د ځايي سوداګرو لپاره د پاسپورت درلودل لازمي شوي او د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو له مالونو ډک په زرګونه کانټېنرونه بند پاته دي.

د پاکستان د لنډمهاله حکومت چارواکو په دې وروستیو اونیو کې په پرله پسې ډ‌ول د طالبانو پر حکومت نیوکې کړي او ددغه هیواد د ناامنیو په پیښو کې یې مخامخ د طالبانو حکومت ته ګوته نیولې ده.

پاکستاني مقامات وایي د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان د اورپکو مخنیوی نه کوي چې د دوی په وینا له افغانستان څخه پر دې هیواد بریدونه کوي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ د نومبر اتم (لړم ۱۷) یو خبري کنفرانس ته ویلي چې اسلام اباد د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې د طالبانو حکومت ته دا پیغام رسولی و، چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې ترمنځ دې یو انتخاب کړي.

اسلام اباد وایي د غیرقانوني کډوالو اېستل او پر چمن - بولدک د پاسپورت لازمي کولو پرېکړه یې په پاکستان کې امنیتي ستونزو ته په کتو کړې ده.

دا پداسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وار په وار د پاکستان دغه ادعاوی چې پاکستاني طالبان له افغانستان څخه پر پاکستان بریدونه کوي رد کړې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د کاکړ د تیرې اونۍ څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان په پاکستان کې دننه د امن د ټينګولو مسئولیت نه لري او د هغه په وینا پاکستان باید "خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي."

بلخوا د کراچۍ پر بندر د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه په ټپه ولاړ دي او پاکستان وايي، چې افغان ټرانزیټ مالونه، افغانستان ته تر وړولو پس بیرته پاکستان ته قاچاقېږي، چې له دې سره د مالیې په برخه کې غټ تاوان ورته رسېږي.

خو افغان سوداګر بیا وايي، چې پر کراچۍ بندر له مالونو ډک د دوی د زرګونه کانټینرونو د بند پاته کیدو په وجه هره میاشت دوی ته په میلیونونه ډالر نقصان رسیږي.

په کندهار کې یو افغان سوداګر حاجي عبدالغفار له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: «په جاپان، چین، سینګاپور، متحده عرب اماراتو کې مو دفترونه دي، پر کراچۍ بندر د هر کانټېنر پر سر کرایې ورکوو. په دې کانټېنرو کې ځینې داسې مالونه دي، لکه غوړي او دوایانې، چې ژر باید خپل منزل ته ورسېږي. که وخت پر تېر شي نو خرابېري.»

نوموړی زیاتوي چې په کندهار کې یې هم له چارواکو سره خپلې ستونزې شریکې کړي دي، د ده په اند که دغه مسله ژر هواره نشي نو اړ دي چې د ایران پر بندر عباس خپل مالونه افغانستان ته راتېر کړي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې یو بل افغان سوداګر جلال الدین وویل، چې د دوی مالونه د ناروا سیاست ښکار شوي دي: «د تېرې میاشتې له درېم اکتوبر څخه د کراچۍ پربندر درې زره دوه سوه اتیا کنټېنره ولاړ دي او نه یې راپرېږدي، د هر کنټېنر د ځنډېدو پرسر هر تجار هره ورځ نږدې ۱۴۰ ډالره جریمه کېږي.»

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالله عزیزي د سه شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر عباس جیلاني سره دا مسله څېړلې ده. که څه هم د دې غونډې د نتیجو په اړه لا د اسلام اباد سرپرست حکومت بیان نه دی راغلی خو د پأکستان سوداګرۍ خونې پخوانی مشر دارو خان اڅکزی هیله من دی چې ډېر ژر به دا مسله حل شي.

دارو خان اڅکزی له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: «د طالبانو د سرپرست وزیر او د پاکستانیو چارواکو ترمینځ د پرونۍ غونډې جزیات نن د دغه هېواد د اقتصادي چارو یوې مهمې ادرې اېس ای اېف سي (ځانګړې پانګونې سهولتکار کونسل) ته وړل کېږي. تمه دا ده چې دغه څه باندې درې زره کانټېنرې به پرېښودل شي، خو پاکستان په بدل کې دا غواړي چې افغان ټرانزیټ ټرېډ باید ټاکلی مقدار ولري، تر هغې بالا به نه پرېښودل کېږي.»

د کابل او اسلام اباد ترمینځ ټرانزیټ سوداګري د پاکستان تر جوړېدو پس له تېرو څه باندې اوو لسیزو راهیسې یوه لانجمنه مسله ګرځېدلې، ځکه خو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د منځنۍ اسیا په ګډون نورې متبادلې لارې لټولې چې په هغو کې د هوايي دهلېزونو ایجادول هم شامل وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG