د لاس رسي وړ اتصالات

د هایټي له ملي زندان څخه زرګونه بندیان تښتیدلي


د هایټي په ملي زندان کې د پولیسو او وسله والو جنایي ډلو تر منځ د جګړې وروسته زرګونه بندیان تښتیدلي دي.

د امریکا غږ خبریالان چې یکشنبه مارچ درییمه (کب ۱۳) په پایتخت پورټ او پرنس کې دې زندان ته ورغلي و، وایي چې په زندان کې دننه او د باندې یې مړي لیدلي دي.

یو انجینر چې د نوم نه ښودلو په شرط یې د امریکا غږ سره خبرې کولې ویلي چې د ملي پولیسو سره په ګډه کار کوي تر څو په زندان کې د مړو شویو او ټپي شویو کسانو په هکله معلومات راټول کړي.

دې انجینر وویل چې د ملي پولیسو او جنایي ډلو تر منځ دې جګړې وړاندې په زندان کې نږدې ۴۰۰۰ بندیان و او د یکشنبې په سهار پکې یوازې ۹۹ تنه پاتې و.

تر اوسه نده معلومه چې څومره بندیان په جګړې کې وژل شوي او څومره یې تښتیدلي دي.

عیني شاهدان وایي چې یو شمیر عام خلک هم د زندان څخه د باندې د پولیسو او جنایي ډلو تر منځ په ډزو کې وژل شوي خو شمیر یې ندی معلوم. مسؤلینو ویلي چې پدې پیښې کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو په هکله به معلومات وروسته خپاره کړي.

یو شمیر عام خلک د زندان څخه د باندې د پولیسو او جنایي ډلو تر منځ په ډزو کې وژل شوي.
یو شمیر عام خلک د زندان څخه د باندې د پولیسو او جنایي ډلو تر منځ په ډزو کې وژل شوي.

د هایټي په ملي زندان کې یو شمیر مهم کسان هم بندیان و چې د پارلمان پخوانی مشر چالرز چانسي او د دې هیواد د پخواني جمهور رئیس جوینل مویسي د ترور په قضیې کې یو مهم مشکوک شخص جوسیف فیلیکس او د کلیفورډ برانډیټ په نامه د مخدره موادو محکوم شوی کاروباري چې د هایټي یو تر ټولو شتمن شخص دی، هم بندیان دي.

دې انجینر امریکا غږ ته وویل چې برانډیټ په زندان کې د جګړې پیل کیدو څخه وړاندې بل ځای ته لیږدول شوی و.

هغه پرته لدې چې نور جزیات ورکړي امریکا غږ ته وویل، " نه، برانډیټ دلته نشته. هغوي (چارواکو) دی یو بل ځای ته لیږدولی".

یوه ویډیو چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې پکې ښودل کیږي چې برانډیټ پداسې حال کې له زندان څخه ایستل کیږي چې په وسلو سمبال پولیس ورسره دي. امریکا غږ پدې نده توانیدلې چې معلومه کړي آیا دا ویډیو ریښتینې ده که نه.

مسؤلینو همدارنګه ویلي د کولمبیا ۱۸ پخواني سرتیري چې د هایټي د پخواني جمهور رئیس د ترور په قضیې کې تورن دي، له زندان څخه ندي تښتیدلي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د هایټي د زندان څخه د بندیانو تښتیدلو په هکله تبصره ونکړله.

د هایټي صدراعظم آریل هینري اوس مهال له هیواده بهر دی. ښاغلی هینري تیره اوونۍ کینیا ته تللی. هلته یې دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د کینیا ۱۰۰۰ پولیس پدې په هایټي کې په ګڼ ملتیز امنیتي ځواک کې ماموریت ترسره کړي.

ملګرو ملتونو د دې ځواک جوړیدو ته اجازه ورکړې چې له یوې خوا پدې هیواد کې د جنایي ډلو سره مقابله وکړي او امنیت برحال کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG