د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې موټربم برید؛ درې افغان سرتیري وژل شوي


په بغلان کې نظامي چارواکي وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د ملي اردو پر یو مرکز باندې موټر بم برید کړی دی.

د پامیر ۲۱۷ قول اردو ویاند عبدالهادي نظري د پنجشنبې په ورځ د جون ۱۰ (غبرګولي ۲۰) امریکا غږ ته وویل چې دغه برید تېره شپه شاوخوا دوه بجې شوی خو بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه شو.

هغه زیاته کړه: "له چاودېدونکو موادو یو ډک موټر و چې غوښتل یې د باغ شمال بیس ته دننه شي، د پرسونل له لوري په نښه کېږي، له منځه وړل کېږي او منفجر کېږي".

د پامیر ۲۱۷ قول اردو ویاند وویل چې په دې پېښه کې د اردو درې سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

خو د بغلان د ولایتي شورا غړي بسم‌الله عطاش امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې د ملي اردو اته سرتیري وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

طالبانو د برید مسولیت منلی او افغان نظامیانو ته یې د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

غزني کې د عملیاتو لپاره چمتوالی

د غزني پولیس وايي چې د دغه ولایت په مقر، اب بند او ګیلان ولسوالیو کې تازه دمي کومانډو ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او په هغو سیمو کې به ژر عملیات پیل شي چې د افغان ځواکونو له لاسه وتلي دي.

د غزني امنیه قوماندان حکمت‌الله کوچي امریکا غږ ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني په مرکز او مقر، ګیلان او اب بند ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۵۰ طالبان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په نښتو کې د افغان امنیتي ځواکونو اوه منسوبین هم وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

خو طالبانو په غزني ولایت کې د درېیو ولسوالیو او څو امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې. دا ادعا تراوسه په رسمي توګه تائید شوې نه ده.

XS
SM
MD
LG