د لاس رسي وړ اتصالات

د سریلانکا کرکټ درې لوبغاړو افغانستان سره د لوبو لړۍ منځ کې واده وکړ


دوی د خپل واده تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي
دوی د خپل واده تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي

افغانستان ته د لوبې له بایللو وروسته د سریلانکا د کرکټ ملي ټیم درې لوبغاړو په یوه ورځ واده وکړ.

د سریلانکا خبري رسنیو خبر ورکړی چې د پاتهم نیسانکا، چاریت اسالانکا او کاسن راجیت د ودونو مراسم د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لیندۍ اوومه) په پایتخت کولمبو کې تر سره شول.

سریلانکايي لوبغاړي لاهیرو مدوشنکا، ددې مراسمو تصویرونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې کړي. په یوې ویډیو کې ښودل کیږي چې یو شمېر سریلانکايي لوبغاړي هندي سندرې "دیسي ګرل" ته ګډیږي.

له دې یوه ورځ وړاندې په سریلانکا کې د افغانستان او کوربه هېواد تر منځ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه د باران له امله بې نتیجې تمامه شوه. ددې لړۍ لومړنۍ لوبه د تیرې جمعې په ورځ افغانستان وګټله.

۲۴ کلن توپ وهونکی پاتهم نیسانکا د واده کولو وړاندې، له افغانستان سره په لومړۍ لوبه کې د خپل ټیم تر ټولو زیاتې ۸۵ منډې وکړې خو دغه لوبه د ۶۰ منډو په توپېر افغانستان وګټله.

چاریت اسالانکا بیا تر اوسه ښه ندی ځلېدلی او له افغانستان سره په دوو لومړنیو لوبو کې یې یوازې ۱۰ مندې کړي دي.

نن د افغانستان او سریلانکا تر منځ د لوبو لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه روانه ده.

XS
SM
MD
LG