د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا قانون جوړوونکو د ټیک ټاک له اجرايي مشر څخه سختې پوښتنې وکړې 


د ټیک ټاک اجرايی مشر د کانګرس استجوابه غونډه کې
د ټیک ټاک اجرايی مشر د کانګرس استجوابه غونډه کې

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د انرژۍ او سوداګرۍ کمېټې نن پنجشنبه ۲۳ (وري درېیمه) د ټیک ټاک د ټولنیزې رسنۍ اجرايي مشر شو زي چیو وربللی و.

په دغې استجوابیه غونډه کې، چې څو ساعتونه روانه وه، استازو له شو زي چیو څخه د ټیک ټاک د کارونې، د کاروونکو د معلوماتو د خوندیتوب، د ماشومانو له لوري یې د استعمال او د ادعا په اساس د چین له حکومت سره د دغه شرکت د اړیکو په اړه سختې پوښتنې وکړې.

د ټیک ټاک ۴۰ کلن اجرايي مشر د سنګاپور دی. ټیک ټاک د چین د «بایټډانس» د شرکت دی چې ویدیوګانې په کې خپرېږي او په نړۍ کې میلیونونه مینه وال او کاروونکي لري.

په متحدو ایالتونو، بریتانیا او کاناډا کې دا ټولنیزه رسنۍ له بندیز سره مخامخ ده. بریتانیا په پارلمان کې او کاناډا په حکومتي وسایلو کې د دغې رسنۍ کارول بند کړي دي.

په امریکا کې هم د ټیک ټاک د بندولو په اړه بحثونه روان دي، دغلته حکومت ویلي دي چې یا به دا شرکت خپل چینايي ملکیت ختموي او یا به په متحدو ایالتونو کې هم له بندیز سره مخامخ کېږي.

چیو امریکايي استازو ته وویل: «بایټډانس د چین د حکومت نه دی او نه هم د حکومت له لوري کنترولېږي، دا یو خصوصي شرکت دی. موږ باور لرو چې شفاف اصول ضروري دي، هغه اصول چې په پراخ ډول د تکنالوژۍ په ټولو شرکتونو پلي کېږي.»

د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس ټیک ټاک په متحدو ایالتونو کې له نټفلکس څخه وروسته دویمه لویه سرچېنه ده چې خلک په کې ویدیويي مواد ګوري. د ارقامو له مخې په امریکا کې شاوخوا ۱۵۰ میلیون خلک ټیک ټاک ګوري او کاروي.

سره له دې چې د ټیک ټاک اجرايي مشر هڅه وکړه امریکايي استازو ته قناعت ورکوونکي ځوابونه ورکړي، خو داسې ښکاري چې د ټیک ټاک د بندولو فکر په خپل ځای دی. یوه لایحه، چې سپینې ماڼۍ هم تائید کړې ده، د ټیک ټاک د بندولو وړاندیز کړی دی.

د انرژۍ او سوداګرۍ د کمېټې مشرې کاتي مکموریس راجرز د ټیک ټاک اجرايي مشر ته وویل: «ټیک ټاک په مکرر ډول د ډېر کنترول، ډېر څار او ډېر انحضار لاره غوره کړې ده. ستاسو پلټفورم [ټیک ټاک] باید وتړل شي.»

نوموړې وویل چې په متحدو ایالتونو کې ۱۵۰ میلیون امریکایان ټیک ټاک کاروي او دا هغه امریکایان دي چې د «چین کمونست ګوند یې په اړه حساس معلومات راټولولای او هغه څه چې موږ ګورو، اورو او پرې باور لرو کنترول کولای» شي.

په خبرو کې د ټیک ټاک اجرايی مشر مجبور کړل شو چې ومني د ځینو امریکايانو شخصي معلومات د چین د قانون تابع دي خو ټېنګار یې وکړ چې دا به ژر بدل کړي.

استازو همدغه راز د ټکټاک له اجرايي مشر څخه د ځوانانو له لوري د دغې ټولنیزې رسنۍ د کارونې په اړه سختې پوښتنې وکړې چې په خبره یې ځینې ځوانان ځانوژنې او خطرناک کارونه هڅوي چې په نړیواله کچه یې مقامات پارولي دي.

XS
SM
MD
LG