د لاس رسي وړ اتصالات

د چین پر مالي سیاستونو د ټرمپ انتقاد


د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د چین پر تجارتي او مالي سیاستونو نیوکې وکړې او ویې ویل بیجینګ د سوداګرۍ د نړیوال سازمان څخه د ځان په ګټه کار اخیستی او خپل پولي واحد یې انحصار کړی دی.

ښاغلي ټرمپ چې په پیټرزبورک کې خبري کولې پر چین څو لفظي ګزارونه وکړل. هغه وویل:" چین ځان جوړ کړی دی. غوره کار یې کړی دی. خو د څو کلونو لپاره ېې زموږ د پيسو او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان په ملاتړ زموږ هیواد لوټ کړی دی."

بلخوا امریکا د چین پر یو شمیر مهمو وارداتو د لس فیصده تعرفو یا محصول د ځنډیدو خبر ورکړی دی.

ټاکل شوې وه د سپټمبر په لومړی نیټه د چین پر کمپیوټرونو، مونیټورونو، تلفونونو، ویډیو ګیمونو، د ماشومانو د لوبو په توکو، بوټونو او جامو ګمرکي محصول لګیدلی وای خو اوس به د ډسبمر تر ۱۵ نیټې وځنډول شي.

د امریکا د تجارت د برخې یو شمیر مسولین وايي دا اقدام د امریکايي مشتریانو د ملاتړ په هدف شوی ځکه دوی د کریسمس په شپو او ورځو کې ډیر دغه ډول توکي اخلي.

امریکا همدارنګه د روغتیا، خوندیتوب ، ملي امنیت او یو شمیر نورو برخو پورې مرتبط یو بله ډله چینايي واردات هم له تعرفو استثنا کړي دي.

خو د امریکا د تجارت د برخې مسولین وايي د چین پر یو ډیر شمیر نورو وارداتو به تعرفې په خپل ځای وي.

د تعرفو د ځنډیدو له خبر سره سم د امریکا د ونډو ارزښت هم په نړیوالو بازارونو کې لوړ شوی دی.

که څه هم د نړۍ ددغو دوو سترو اقتصادونو امریکا او چین د مرکچیانو ترمنځ خبري د ډیر وخت راهیسې روانې دي خو واشنګټن او بیجینګ تر اوسه په دې ندي توانیدلي چې د تجارت پر سر کومې موافقې ته ورسیږي.

ټاکل شوېده د دواړو هیوادونو ترمنځ د خبرو راتلونکی پړاو په سپتمبر میاشت کې پیل وشي.

ټرمپ وايي امریکا د چین پر وارداتو د تعرفو په لګولو سره په میلیاردونو ډالره ترلاسه کړي دي خو نوموړي د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکايي مشتریانو د خوندیتوب په موخه د ډسمبر تر نیمايي پورې پر چینايي محصولاتو د نورو تعرفو لګول ځنډوي.

XS
SM
MD
LG