د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران غواړي امریکا سره خبري وکړي


امریکا هغه کس ته ۱۵ میلیونه ډالر ورکوي چې د ایران د مالي عملیاتو په مختل کیدو کې مرسته وکړي.
امریکا هغه کس ته ۱۵ میلیونه ډالر ورکوي چې د ایران د مالي عملیاتو په مختل کیدو کې مرسته وکړي.

سره له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالي روان دي، جمهور رئیس ټرمپ وايي دی فکر کوي چې له تهران سره د مذاکراتو له طریقه د حل لاري امکان موجود دی.

ډانلډ ټرمپ وویل:" د مالي پلوه سخت تر فشار لاندې دي. د دوی مالی تورم دومره لوړ شوی دی چې ډیرو لږو کسانو په دې حد کې لیدلی دی. دا ډیر د خواشینی حالت دی. دوی یې ډیر ژر هوارولای شي . موږ یې به ۲۴ ساعتونو کې هوارولای شو."

جمهور رئیس ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې واشنګټن د چهار شنبې په ورځ وروسته له هغه پر تهران فشارونه زیات کړل چې هغه هیواد له اټومي قرار داد څخه د سرغړونې خبر ورکړ.

امریکا، د کمپنیو، بیړیو او اشخاصو پر یوې شبکې بندیزونه ولګول او ویې ویل دغې شبکې د ایران د سپاه پاسداران د مالي ملاتړ په هدف د تیلو په خرڅلاو کې لاس لري.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی براین هوک وايي واشنګټن پر تهران خپل فشارونه نور هم زیاتوي او هغه کس ته ۱۵ میلیونه ډالره جایزه ورکوي چې د ایران د سپاه پاسداران او قدس ځواکونو مالي عملیات مختل کړي.

د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالي تیرکال وروسته له هغه زیات شول چې ټرمپ له ایران سره د شپږو هیوادونو له قرار داد څخه ووت او د ایران د تیلو د صادراتو د مخنیوي په هدف یې پر هغه هیواد سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.

د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پنجشنبې په ورځ د ( سپټمبر۵ مه )وویل اوس د ایران سره د خبرو وخت ندی بلکې پر ځای یې باید پر هغه هیواد فشار زیات شي.

په واشنگټن کې شنونکي وايي د امریکا وروستي فشارونه ممکن له تهران سره د خبرو پر ځای په سیمه کې د ډیر تقابل لامل شي.

دغه شنونکي زیاتوي د اټومي قرار داد د تعهداتو سره د عمل په بدل کې د ایران د اقتصاد د ښه والي لپاره د فرانسې د پور وړاندیز کولای شي روانه خړپړتیا کمه کړي، خو دوی زیاتوي چی د امریکا حکومت له دې کار سره علاقه مندي نلري.

XS
SM
MD
LG