د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي چې د شمالي کوریا د مشر کیم جان اون سره په ملاقات کې مشکل نه ویني. ښاغلي ټرمپ وویل چې د شمالي کوریا د ځوان مشر سره ملاقات به د هغه لپاره د ویاړ خبره وي. ټرمپ دا خبري په داسې حال کې کړیدي چې شمالي کوریا وایي د اتومي وسلو ازموینې به جاري وساتي.
د امریکا جمهور رئیس ټرمپ دغه خبرې د بلومبرگ خبري اژانس ته په یوې مرکې کې کړیدي. هغه وویل "که دا زما لپاره مناسبه وي نو زه به ورسره خامخا ملاقات وکړم. دا به زما لپاره د ویاړ خبره وي چې زه د هغه سره ووینم. زه به په سمو شرایطو کې ورسره ملاقات کوم ."
ټرمپ داسي څه و نه ویل چې دغه ملاقات به په کومو شرایطو او کله وکړي. خو د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپائسر خبریالانو ته وویل چې د شمالي کوریا مشر د امریکا د جمهور رئیس سره د ملاقات نه مخکې د ډیرو سختو شرائطو پوره کولو ته ضرورت لري." سپائسر زیاته کړه چې "دغه شرایط لا تر اوسه معلوم ندي."
خو د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپائسر دا هم وویل چې "فکر نه کوم، چې دا کار به زر وشي."
د یادوني وړ ده چې جمهور رئیس ټرمپ د جمهوري ریاست د دورې د پیلیدو نه مخکې د انتخاباتو د مبارزې په وخت کې دا ویلي و چې د شمالي کوریا د مشر سره به وگوري.
د ټرمپ اداره وایي چې د ښاغلي ټرمپ سره د ملاقات نه مخکې شمالي کوریا باید په مکمل ډول د خپلو اتومي وسلو د جوړولو پروگرام بند کړي. د دې سره سره د امریکا حکومت په شمالي کوریا باندي د فشار زیاتولو لپاره سخت اقتصادي بندیزونه هم لگولي دي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چې امریکا به د شمالي کوریا سره خبرې ونکړي. د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پینس هم تیره اونۍ ویلي و چې ټرمپ دا څرگنده کړیده چې شمالي کوریا ته به نور صبر ونکړي.