د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکا له طالبانو سره د سولې پر هوکړې کار کوي


د امریکا او طالبانو خبرې د سپټمبر پر ۷مه لغوه شوې

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي،امریکا له طالبانو سره د سولې پر هوکړي کار کوي.

ولسمشر ټرمپ پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د سپټمبر پر ۷مه په کابل ښار کې د طالبانو د یو موټر بم برید په غبرګون کې یې له دغه ډلې سره د سولې خبرې چې وروستۍ هوکړې ته نژدې شوي وې لغوه اعلان کړې وې.

ښاغلي ټرمپ له طالبانو سره د سولې د خبرو تر بندېدو شااوخوا دوه میاشتې وروسته له یوې امریکايي رسنۍ «فاکس نیوز» سره په تازه مرکه کې ویلي، چې له طالبانو سره د سولې پر هوکړي کار کوي.

ښاغلي ټرمپ وویل: "مونږ په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر راکموو او د طالبانو سره په یوې موافقې کار کوو ، وگورو چې څه پیښیږي".

خو ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې د نوې هوکړې د څرنګوالې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

نوموړي ویلي، چې امریکا تر دې مخکې هم له طالبانو سره د سولې هوکړې ته نژدې شوې وه، خو په وینا یې په کابل ښار کې د طالبانو د موټر بم برید له امله، چې ۱۲ تنه په کې ووژل شول خبرې یې لغوه اعلان کړې.

د امریکا لخوا له طالبانو سره د سولې پر یوې نوې هوکړي د کار خبر تر هغه وروسته ورکول کېږي، چې تېره اونۍ د افغان حکومت لخوا د درې طالب بندیانو تر خوشي کولو وروسته طالبانو د افغان امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان خوشي کړل.

ډونالد ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ ناوخته له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرو کې سولې ته د رسېدو په هدف د یادې تبادلې هرکلی وکړ.

بلخوا د امریکا د سنا مجلس دوو غړو دغه مجلس د افغانستان د سولې څارنې د قانون وړاندیز کړی دی.

د دې قانون د وړاندیز هدف د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو او د ښځو او اقلیتونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو ساتنه، د سرتیرو د ناڅاپه وتلو په نتیجه کې د "ګډوډیو" د رامنځته کیدو او د تروریزم په اډې باندې د افغانستان د تبدیلیدو مخنیوی ګڼل شوی دی.

XS
SM
MD
LG