د لاس رسي وړ اتصالات

په قفقاز او منځني ختیځ کې د نفوذ د پراختیا لپاره د ترکیې او ایران سیالي


د تركي، پاکستاني او آذربایجاني عسکرو ګډ پوځي تمرین
د تركي، پاکستاني او آذربایجاني عسکرو ګډ پوځي تمرین

د اکتوبر په میاشت کې په ترکیې کې د ایراني استخباراتي مامورینو نیول کېدل د ترکیې او ایران ترمنځ په اړیکو کې د زیاتېدونکي ترینګلتیا نښه ده.

د دواړو هیوادونو اړیکې د قفقاز په سیمه کې د ترکیې د نفوذ د پراختیا له امله هم اغېزمنې شویدي.

د ترکیې امنیتي ځواکونه هغه ایراني استخباراتي مامورین ونیول چې ترکیه وايي په دغه هیواد کې میشت د یو ایرانی ناراضي د اختطاف کولو هڅه یې کوله. د دغې نیونې ویډیو ډیره خپره شوه او تهران یې خجالت کړی دی.

دغه پېښه په داسې حال کې کیږي چې ترکیه او ایران په قفقاز کې د خپل نفوذ د پراخولو په هڅو بوخت دي. د ترکیې او اسرائیلو پوځي وسایلو له آذربایجاني ځواکونو سره مرسته وکړه چې ارمني ځواکونه د ناګورنو قره باغ له سیمې په شا کړي. څېړونکي وايي د ناګورنو قره باغ جګړې په قفقاز کې د ایران نفوذ له منځه یوړ.

د لندن د چټم هوس د څېړنیز مرکز څېړونکی ګلیف دالي وویل:" اوس د اسرائیلو او آذربایجان ترمنځ اړیکې او ترکیې او آذربایجان اړیکې ډیرې نږدې شوي، په جنوبي قفقاز کې یو نوی جیو پولیټیک واقعیت رامنځته شوی چې د ایران رول په کې کم شوی دی او د ترکیې رول په کې زیات شوی، دا ټول هغه عوامل دي چې ایران ډیر خفه کوي."

ایران اوس غواړي چې د دپلوماتیکو هڅو په زیاتولو سره خپل له لاسه ورکړی نفوذ بیرته ترلاسه کړي. تهران د اکتوبر په میاشت کې د څو لسیزو په موده کې د لومړي ځل لپاره له آذربایجان سره خپلې ګډې پولې ته نږدي پوځي‌ تمرینونه وکړل.

د جرمن مارشال فنډ په نامه له څېړنیز امریکايي مرکز څخه اوزګر اونسلر کیلي وویل: "ایران اوس په آذربایجان باندې فشار اچوي. د قفقاز په اړه د ایران، ارمنستان او روسیې ترمنځ اړیکې مخ په ښه کېدو دي. ایران له آذربایجان سره خپلې پولې ته نږدې پوځي تمرینونه ترسره کوي. په دې توګه ویل کیدی شي په سیمه کې داسې یو تشنج موجود دی چې اوږد مهاله او دومداره به وي."

د خپل ملاتړ د ښودلو د یوې نښې په توګه، ترکیې هم له آذربایجاني ځواکونو سره، د ایران پولې ته نږدي ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړل، چې وښيي انقره، باکو ته څومره مهمه ده.

ترکیه همدارنګه د ایران له ختیځ ګاونډي پاکستان سره پوځي اړیکې پراخوي چې د کارپوهانو په باور د تهران اندېښنه زیاتوي، ځکه ترکیه او پاکستان سني هیوادونه دي او ایران شیعه هیواد دی.

د بن له پوهنتون څخه څېړونکي زاور ګسیموف وویل: "تهران د ترکیې او پاکستان او هم د ترکیې او آذربایجان ترمنځ په امنیتي او پوځي‌ برخو کې له پراخېدونکو اړیکو اندېښمن دی. ځکه ایران په منځني ختیځ او نورو شاخوا سیمو کې خپل سیمه ایز سیاست د شیعه مذهب د پالنې په چوکاټ کې پرمخ وړي."

XS
SM
MD
LG