د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: طالبان دې خپلې ژمنې عملي کړي


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي انقره د طالبانو په ګډون په افغانستان کې د ټولو اړخونو سره په تماس کې ده او ددې ډلې پیغامونه یې مثبت ګڼلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو، نن د اګست په ۱۷ (زمري ۲۶) وویل بهرنیانو، دپلوماتانو او د افغانستان خلکو ته د طالبانو د ډلې پیغامونه مثبت دي او هیله لرو چې هغه په عمل کې هم ووینو.

ښاغلي اغلو زیاته کړه، سره له دې چې هیواد یې د ټولو اړخونو سره په تماس کې دی، خو پدې هکله چې په انتقالي حکومت کې څوک شتون ولري او څه ډول حکومت جوړ کړي افغانان به په خپله تصمیم نیسي.

پدې ترڅ کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، په افغانستان کې د ارامتیا غوښتنه کړې او تیره اونۍ یې وویل چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو د هڅو په ترڅ کې به د طالبانو له مشرانو سره وګوري.

دا پداسې حال کې دي چې انقرې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل د هوایي ډګر د ساتنې او فعال پاته کیدو لپاره خپل پلان لغوه کړی او هغه وړاندیز یې بېرته اخیستی دی.

یو شمیر منابعو د رویترز اژانس ته ویلي دي چې ترکیې ویلي دي چې که طالبان وغواړي دوی تیار دي چې د کابل د هوایي ډګر په تخنیکي او امنیتي برخو کې مرستې وکړي.

له دې دمخه کله چې د طالبانو ډلې په بیړه د افغانستان یو شمیر ستر ښارونه ونیول د ترکیې ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې ویلي وو چې دغه ډله باید "د خپلو وروڼو د خاورې د اشغال کولو" څخه لاس واخلي.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې خو بیا هم انقره، چې د ناټو په چوکاټ کې یې۶۰۰ پوځیان په افغانستان لرل، د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیت د ساتلو او په افغانستان کې د واک د انتقال په اړه د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو سره بحثونو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG