د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د طالبانو کارونه په دقت څارل کیږي 


طالب وسله وال
طالب وسله وال

ملګرو ملتونو یو ځل بیا طالبان هڅولي دي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي، د افغانستان د مخکني حکومت کارکوونکو ته څه ونه وايي او د نجونو او ښځو د تعلیم حق دې نه اخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر روپرت کولویل نن سه شنبه اګست ۱۷ (زمري۲۶) په ژنیو کې خبریالانو ته وویل: «طالبانو ځينې اعلامیې خپرې کړې دي چې ظاهرآ هیله بخښونکي دي، خو د هغوی عمل د هغوی تر خبرو ډېر ژور دی. اوس ډېر وخت دی چې قضاوت وکړو. وضعیت نازک دی.»

ښاغلي کولویل په ۱۹۹۰ کلونو کې د طالبانو اعمالو ته په اشارې وویل: «د هغوی تېرو تاریخونو ته په کتو، دا د درک وړ دي چې په لږ شک سره به د دغو اعلامیو هرکلی وشي. همدغه راز ځینې ژمنې ورکړل شوي دي چې ایا عمل به پرې وشه که نه، دا ټول جدي څارل کیږي.»

تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د افغانستان د وضعیت په اړه د امنیت شورا په ځانګړې غونډې کې وویل چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو څخه د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د نقض راپورونه ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ولسي خلکو د حفاظت لپاره په طالبانو باندې له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG