د لاس رسي وړ اتصالات

وحید عمر: د غني د سولې نوې طرحه، د بل چا د نقشې رد ندی


د افغانستان د جمهور رئيس سلاکار وحید عمر وايي چې نوې طرحه د افغان حکومت د سولې د لار نقشه ده او د هیڅ لوري د طرحې د تائید او یا ردولو لپاره نه ده جوړه شوې.

ښاغلي عمر د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۵ (وري پنځمه) خبریالانو ته وویل جمهور رئیس غني لږ تر لږه له درېیو کلونو راهیسې د سولې لپاره طرحه درلوده چې یوازې ټاکنو ته ځانګړې شوې نه ده.

هغه زیاته کړه: "جمهور رئیس د سولې لپاره د لارې یوه نقشه چمتو کړې ده، د جمهور رئیس د سولې د لارې نقشه د بل چا د نقشې د رد یا تائید ځواب نه دی، سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د حکومت نقشه ده".

د افغانستان د جمهور رئیس سلاکار ټینګار وکړ چې په دې نقشه کې د سولې د بهیر مختلف اړخونه رانغاړل شوي او د خلکو د رایو په اساس د واک لیږد یې یوه برخه جوړوي.

هغه ټینګار وکړ چې له ټاکنو پرته له بلې هرې لارې د واک لېږد به په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ لامل شي.

تیره ورځ رویټرز د افغان حکومت د درېیو لوړپوړو چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د افغانستان جمهور رئیس د امریکا د سولې وړاندیز له ردولو وروسته به خپل وړاندیز د سولې د یوې طرحې په توګه وړاندې کړي چې د جمهوري ریاست له وخته مخکې ټاکنې به هم په کې شاملې وي.

د دغو چارواکو له ډلې یو یې د نوم افشا کېدو په شرط ویلي: "دا متقابل وړاندیز چې موږ به یې د استانبول په غونډه کې وړاندې کړو، په کې به د جمهوري ریاست له وخته مخکې ټاکنې هم شاملې وي، که طالبان له اوربند سره موافقه وکړي".

دغه افغان چارواکي ویلي چې ښاغلی غني به، د موقت حکومت د وړاندیز په تړاو د امریکا د وړاندیز ردولو ته په اشارې، د ترکیې په غونډه کې خپله طرحه وړاندې کړي.

له دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان حکومت ته یوه طرح وړاندې کړې وه چې په کې د ګډ حکومت وړاندیز شوی و او د نوي اساسي قانون له تصویب وروسته د ملي انتخاباتو په اساس رامنځ ته شوي دولت ته واک ولېږدول شي.

بلخوا طالبانو د افغانستان د حکومت د سولې د لار نقشه رد کړې، خو وحید عمر وویل چې دغه ډله د یادې طرحې په تړاو هیڅ معلومات نه لري.

هغه زیاته کړه: "طالبان خو دا عادت لري چې یو شی یې لیدلی نه وي ردوي یې، طالبانو تراوسه د رئیس جمهور طرحه اورېدلې نه ده".

وحید عمر وویل چې د رد او تائید کړنلاره د ستونزو حل نه ده او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د دوحې او ترکیې په څير غونډو کې ګډون وکړي او د افغانستان خپل لیدلوری خلکو ته تشریح کړي.

XS
SM
MD
LG