د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې یوه مشهوره سندرغاړې پر مدرسو د «تبصرې» له کبله بندي شوه


دا تصویر د ګولسن له رسمي‌ فیسبوک څخه اخیستل شوی دی
دا تصویر د ګولسن له رسمي‌ فیسبوک څخه اخیستل شوی دی

په ترکیې کې یوې محکمې د دغه هېواد یوه مشهور پاپ سندرغاړې پر دیني مدرسو د «تبصرې له کبله او «نفرت پاروونې» په تور زنداني کړې ده.

سندرغاړې ګولسن بایراکتار کولاک اوغلو، چې د نژادي لباسونو د اغوستلو او همجنسبازانو سره د خواخوږۍ له کبله مشهوره ده، په کور کې له نیول کېدو وروسته محکمې ته انتقال شوه. یو قاضي د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۵ (سنبله۳) هغه د تحقیقاتو په انتظار زندان ته واستوله. نوموړې د اپریل په میاشت کې د سټیچ په سر په ترکیه کې د «امام حاتپ» د مدرسو په اړه یوه «ټوکه» کړې وه.

د فرانسې خبري اژانس وايي‌ چې په دغو مدرسو کې ماشومان داسې روزل کېږي چې له فارغېدو وروسته مبلغین شي او د سیکولر ترکانو په منځ کې یوه ناندریزه مدرسه ګڼل کېږي.

د دغې سندرغاړې خبرې په ټولنیزو رسنیو کې ډېرې خپرې شوې چې د واکمن اسلامپال ګوند د لوړ پوړیو چارواکو غوصه یې هم پارولې ده.

دغې ترکۍ سندرغاړې د سټیچ په سر یو نا اشنا کس ته ویلي‌ وو چې «انحراف» او بې لاریتوب یې له دې کبله دي چې د «امام حاتپ» په مدرسې کې لوی شوی دی.

د عدالت او پراختیا واکمن ګوند ویاند عمر چلیک وویل: «د انحراف د تورونو په واسطه د ټولنې د یوې برخې نښه کول او د ترکیې د وېشلو کېدو هڅه د نفرت جرم او د بشریت سپکاوی دی.»

سندرغاړې ګولسن تر نیول کېدو مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د بخښنې یوه اعلامیه خپره کړې وه.

هغې ویلي‌وو: «له خپلو هغو همکارانو سره چې له کلونو راهېسې ورسره کار کوم یوه ټوکه مې... د هغو کسانو له لورې نندارې ته وړاندې او خپره شوه، چې غواړي ترکیه قطبي کړي. زه بخښنه غواړم چې زما خبرو بدخواهانو ته،‌ چې هېواد قطبي کول غواړي،‌ مواد ورکړل.»

د ګولسن مدافع وکیل امیک امره ژمنه وکړه چې د محکمې د پرېکړې په ضد به اعتراض کوي‌ او د خپلې موکلې د سملاسي پرېښودو غوښتنه یې وکړه. هغه وویل: «زموږ موکلې کوم جرم نه دی کړی.»

د فرانسې د خبري اژانس د راپور په اساس د رجب طیب اردوغان په دورې کې هنرمندان او سندرغاړي فکر کوي‌ چې له دوی سره عدالت نه کېږي. د واکمن ګوند په ترکیې کې یو لړ کانسرتونه هم لغوه کړي‌ دي.‌

XS
SM
MD
LG