د لاس رسي وړ اتصالات

په ټویټر کې تخنیکي ستونزه پیدا شوې


Twitter
Twitter

د ټویټر ټولنیزې شبکې په زرګونو کاروونکو د دوشنبې په ورځ مارچ شپږمه (کب ۱۵) وویل چې له دغې شبکې څخه بهرنيو ویبسایټونو ته تللای نشي او هغه ویبسایټونه لوستلای نشي.

ددې شبکې تخنیکي برخې په یو ټویټ کې ویلي چې "د ټویټر ځینې برخې دا مهال هغسې چې تمه کیږي، کار نه کوي" او دا تخنیکي ستونزه یې د ټویټر د سیستم د یو وروستي اپډېټ "غیرارادي" نتیجه بللې ده.

په ټویټ کې ویل شوي: "موږ یو داخلي بدلون راوست چې ځینې غیر ارادي پایلې یې درلودې. موږ ورباندې دا وخت کار کوو او کله چې مشکل حل شي، تازه معلومات به شریک کړو."

د "ډاون ډټیکټر" په نوم د ټولنیزو شبکو د تخنیکي ستونزو څارونکې ادارې د معلوماتو له مخې، د ټویټر شاوخوا ۸۰۰۰ کاروونکو په دغې شبکې کې د تخنیکي ستونزو خبر ورکړی دی.

د ټویټر مالک میلیاردر ایلان مسک لیکلي: "دا شبکه خورا زیان منونکې ده. ډېر ژر به ورغول شي."

د انټرنیټ څارونکې ادارې "نیټ بلاکس" وویل چې په ټویټر کې دې تخنیکي ستونزې په شبکه کې په خپرېدونکو عکسونو او ویډیوګانو هم اغېز کړی دی.

ددغې ادارې د معلوماتو له مخې، دا د روان کال د پیل راهیسې شپږم ځل دی چې د یوې غټې تخنیکي ستونزې له کبله د ټویټر خدمات اغېزمن کیږي، په داسې حال کې چې تېر کال په دغې موده کې د ټویټر شبکه درې ځلې د دا ډول ستونزو سره مخامخ شوې وه.

د نیټ بلاکس رئیس رویټرز اژانس ته وویل: "له دې ښکاري چې ټویټر د خپل سیستم د اپډېټونو د عملي کولو وروسته هغه په سمه توګه نه معاینه کوي."

XS
SM
MD
LG