د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوانتانامو دوه پخواني بندیان تر خوشې کیدو اوه کاله وروسته افغانستان ته ستانه شول


د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ګوانتانامو په زندان ګې دوه پخواني افغان بندیان چې نږدې اوه کاله دمخه له دغه زندان څخه د خوشې کیدو وروسته په یو عربي هیواد کې نظربند وو کابل ته رسیدلي دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲( سلواغې ۲۳) ویلي چې ملا عبدالظاهر صابراو عبدالکریم نن سهار د فلای دبۍ د هوايي کرښې په یو پرواز کې کابل ته انتقال شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یکشنبې د ورځې په ماښام د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي و چې، ملا عبدالظاهر صابر د لوګر ولایت د مرکز او عبدالکریم د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکي دی.

د ښاغلي قانع د معلومات له مخې ملا عبدالظاهر صابر د امریکايي ځواکونو له خوا په ۲۰۰۲ کال کې د نیولو وروسته د بګرام هوايي ډګر زندان ته استول شوي وو او په دغه زندان کې د څلورو میاشتو تیرولو وروسته بیا د ګوانتانامو زندان ته انتقال شوی وو.

همداشان عبدالکریم د ۲۰۰۲ کال د اګست په میاشت کې په پاکستان کې ددغه هیواد امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی و چې بیا د ۲۰۰۳ کال په لومړیو کې د ګوانتانامو زندان ته انتقال شوی وو.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې دا دواړه په ۲۰۱۷ کال کې د ګوانتانامو له زندان څخه خوشي شوي واو عمان سلطنت ته د څارنې لپاره سپارل شوي وو.

هغه ویلي:" په عمان کې یې اوه کاله د سفر د اجازې پرته تر څارنې لاندې تیر کړي چې د افغانستان اسلامي امارت (طالبانو حکومت) د هڅو په پایله کې لګیدلي محدودیتونه رفع شوی دي".

امریکا متحده ایالاتو ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال د نومبرمیاشتې په اومه د پوځي عملیاتود پیل وروسته د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په یوولسمه کیوبا کې د امریکا په بحري اډه کې القاعدې او نورو تروریستي ډلو سره د اړیکو په تور د نیول شویو کسانو د ساتنې لپاره د ګوانتانامو زندان پرانیستی وو.

په دغه زندان کې یو مهال تر ۸۰۰ پورې بندیان د سختو امنیتي شرایطو لاندې ساتل کیدل، خو د راپورونو له مخې اوس په دغه زندان کې یوازې ۳۰ تنه پاتې دي.

امریکا متحده ایالاتو حکومت په مختلفو پړاونو کې ددغه زندان څخه د افغانانو په ګډون بندیان خوشې کړي اود ، ملا عبدالظاهر صابر او عبدالکریم په څیر یې د څارنې لپاره ځینو عربي هیوادونو ته سپارلي وو.

په دغو کسانو کې د طالبانو د حکومت پنځه چارواکي هم شامل وو چې د پخواني جمهور رئیس بارک اوباما د ادارې پر مهال د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې د یو امریکايي عسکر سره د تبادلې په پایله کې د قطر حکومت ته سپارل شوي وو.

د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او فرهنګ اوسنی وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د سرحدونو او قومونو د چارو وزیرملا الله نورالله نوري، د استخباراتو د ادارې رئیس عبدالحق وثیق، د دغه حکومت د دفاع وزارت مرستیال ملا محمد فاضل او د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په دغو پنځه طالب چارواکو کې شامل و چې د ګوانتانامو له زندان څخه د خوشې کیدو وروسته قطر ته د څارنې لپاره سپارل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG