د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي پلاوي له طالبانو سره د افغانستان د ګنګل شویو شتمنیو په اړه غږېدلي


تامس ویست او امیر خان متقي
تامس ویست او امیر خان متقي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امریکايي پلاوي د اوزبیکستان په مرکز تاشکند کې له طالب استازو سره د افغانستان د مرکزي بانګ د شتمنیو په اړه خبرې کړې دي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۸ (زمری اوومه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا خبرې تېره ورځ شوې او د امریکا د پلاوي مشري د افغانستان ځانګړي استازي تامس ویسټ او مالیې وزارت د ترهګرۍ مالي استخباراتو د برخې مرستیال براین نیلسن کوله.

په امریکايي پلاوي کې همدغه راز د امریکا د بهرنیو چارو او د خزانې وزارتونو استازي هم شامل وو چې له طالب استازو او تکنوکراتیک متخصصانو سره یې خبرې کړې دي.

اعلامیه وايي چې دا مجلس په تاشکند کې د افغانستان په اړه له غونډې وروسته شوی دی او دا چې امریکا په افغانستان کې د بېړني بشري وضعیت سره د مبارزې په اړتیا ټېنګار وکړ.

د اعلامیې له مخې دواړو خواوو د افغانانو د ګټې لپاره د ۳.۵ میلیارد ډالره د پرېښودو د روانو هڅو په اړه بحثونه وکړل. اعلامیه وايي چې متحدو ایالتونو په دغو هڅو باندې د کار په چټکتیا ټېنګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د رویټرز خبري اژانس د دریو امریکايي چارواکو له خولې،‌ چې نومونه یې اخیستل شوي نه دي،‌ راپور ورکړ چې د دغو ګنګل شویو شتمنیو په اړه بحثونو کې پرمختګ خو لا هم مهم توپیرونه په خپل حال پاتې دي.

د امریکا د حکومت یوه غوښتنه دا ده چې باید د افغانستان د مرکزي بانک په مشرتابه کې بدلون راشي چې یو مقام یې لا هم د امریکا د بندیزونو په لست کې دی. خو راپور وايي‌ چې طالبانو تر دې دمه دا وړاندیز رد کړی دی.

امریکا غواړي‌ دا شتمني‌ یو«اعتمادي صندوق» ته واستول شي. د طالبانو یو مقام چې نه غواړي‌ نوم یې یاد شي‌، رویټرز خبري ‌اژانس ته ویلي ‌دي چې طالبانو د امریکا هغه وړاندیز رد کړی دی چې دا پېسې دې ‌یو درېیمګړي ته واستول شي چې ویې ساتي او ویې وېشي.

سرچینو ویلي‌ دي چې د امریکا حکومت د سویزرلنډ له حکومت او نورو ډلو سره په خبرو بوخت دی چې یو میکانیزم جوړ کړي چې «اعتمادي صندوق» به هم په کې شامل وي‌ او د نړیوال بورډ په مرسته به دا پېسې وېشل کېږي.

امریکایي سرچېنې وویل چې احتمالي بدیل به د نړیوال بانک تر مدیریت لاندې «د افغانستان د بیا رغونې اعتمادي صندوق» وي، دا صندوق له افغانستان سره د بهرنیو مرستو لپاره جوړ شوی دی.

د اقتصادي‌ چارو افغان-امریکايي پروفیسور شاه محرابي، چې د افغان مرکزي بانک په شورا کې هم دی، وویل چې تېره میاشت د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ ‌په دوحه کې خبرې وشوې او طالبانو امریکايي لوري ‌ته په دې اړه خپل ځواب وسپاره خو په خبره یې لا «کومه موافقه نه ده شوې»

ولسمشر جوبایډن څه موده مخکې اعلان وکړ چې د ګنګل شویو شتمنیو ۳.۵ میلیارد یې د «افغانستان د خلکو د ګټې لپاره» دې پرېښودل شي او د پاتې نیمایي په اړه به یې محکمه پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG